خوست (کابل پژواک ٢ مرغومى ٩٣): په خوست کې مدني فعالانو او قومي مشرانو د ملي يووالي له حکومته په کلکه وغوښتل، چې په نوې کابينه کې د انډول په پام کې نيولو سره په کارپوه او مسلکي کسان وزارتونو ته ور وپېژني.
دوی دغه څرګندونې، نن غرمه مهال په خوست ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې په دې ولايت کې د “بدلون” په نوم د يوه ټولنيز او مدني بنسټ له لوري جوړه شوې وه.
په دې ولايت کې د ولسواليو شوراګانو استازي نورمحمد نوري د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ له حکومت څخه وغوښتل، چې د نوې جوړېدونکې کابينې لپاره د وزيرانو په معرفي کولو کې د چا فشار ونه مني.
نوموړي زياته کړه، چې ولسمشر غني بايد له سمتي، مذهبي او قومي تعصبونو پرته هغه کسان د وزيرانو په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژني، چې وړ او د شخصي ګټو پرځای ملي ګټو ته لومړيتوب ورکولای شي.
نوري وايي: ((که چېرې د کابينې په جوړښت کې د ولس غوښتنو ته پام ونه شي، نو د ارګ مخې ته به لاريونونه وکړو او د نه خوړلو پر اعتصاب به لاس پورې کړو.))
په خوست کې د بدلون ټولنيز بنسټ مشر ډاکټر کمال سادات، غونډې ته په خبرو کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي پر تېر ديارلس کلن حکومت نيوکه وکړه، چې په کابينه کې يې هېڅ انډول نه و ساتلی.
هغه له نوي حکومته غوښتنه وکړه، که د ولايتونو په کچه نه وي، نو لږ تر لږه د زونونو ترمنځ انډول په پام کې ونيسي، څو خلک ورته د منلي او مشروع حکومت په سترګه وګوري.
هغه زياته کړه: ((که د ملي يووالي حکومت انډول په نظر کې ونه نيسي، نو دوی به د خپلو حقونو تر لاسه کولو په موخه له هرې ممکنه لارې څخه کار واخلي.))
همدارنګه کمال سادات او ځينو قومي مشرانو يادې غونډې ته په خبرو کې د خوست د ولايتي شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې د اداري تشکيلاتو او مشرانو جرګې ته د غړي په ټاکلو کې اختلافات پرېږدي.
دوی خبرداری ورکړ، که سبا (چهارشنبه) د خپلمنځي ټاکنو په اړه کومې پايلې ته ونه رسېږي، نو پرمخ به يې د ولايتي شورا د دفتر دروازه وتړي او له مسوولينو څخه به د هغوی د سلب اعتماد غوښتنه وکړي.
د دې ولايت يوه قومي مشر حاجي جمال تڼي په ياده برخه کې د ولسي جرګې پر ځينو غړو نيوکه وکړه، چې د ولايتي شورا په چارو کې مستقيمه لاسوهنه کوي او د غړو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، چې د دې لانجې د نه هواري په صورت کې د ولايتي شورا اوسني غړي لرې او پرځای يې هغه کانديدان راولي، چې په نسبي ډول يې تر نورو زياتې رايې دي.
د خوست د ټاکنو سيمه ييز دفتر مشر عبدالرحمن محبت پژواک اژانس ته وويل، که تر سبا (د مرغومي ٣مه) د شورا غړي کومې پايلې ته ونه رسېږي، د مرکزي دفتر په لارښوونه به پر هغوی قانون پلی کوي.
ټاکل شوې وه، چې د تېرې شنبې په ورځ د خوست د ولايتي شورا د غړو ترمنځ ټاکنې وشي، خو د ډېرى غړو د نه حاضرېدو له امله ټاکنې د چهارشنبې ورځې ته وځنډول شوې.