Language

تخار کې هيرويين نيول شوي

تالقان (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د تخار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په کلفګان ولسوالۍ کې يې ۲۰ کيلوګرامه هيرويين او يو شکمن قاچاق وړونکى نيولي دي.

د دغه ولايت د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وايي چې پوليسو دغه هيرويين تېر ماښام په يادې ولسوالۍ له يو کرولا موټره د پلټنې پر مهال نيولي دي.

تيمور وايي چې نيول شوى تن د موټر چلوونکى دى چې دوسيه يې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.

د هغه په وينا چې دغه نشه يي توکي له بدخشانه د تالقانو ښار ته وړل کېدل چې تر رسېدو مخکې ونيول شول.

Related Topics