ژبه

په بادغیس کې د یو قوم د څو کورنیو ترمنځ د پنځو لسیزو شخړه حل شوه

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د یو قوم د څو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر د شاوخوا پنځوس کلونو شخړه هواره شوه.</p>

<p style="text-align: justify;">د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغې شخړې د دواړو خواوو ترمنځ لویې ستونزې او ګڼ اختلافات راپارولي وو.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینه زیاتوي، د بادغیس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست استازو د دغې شخړې د هواري پر مهال له دواړو خواوو اختیارخطونه واخیستل او ترمنځ یې د یوې منصفانه فیصلې په کولو سره حق حقدار ته وسپاره، چې په همدې سره یې یاده د کلونو کلونو شخړه پای ته ورسېده.</p>

<p style="text-align: justify;">د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ورته وخت کې د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځینو خپلمنځي مسایلو پر سر راپورته شوې شخړه او د کاپیسا ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ راپورته شوې شخړه هم هوارې شوې او طرفین یې سره غاړه غړۍ کړل.</p>

ورته موضوع