خوست (پژواک ٨ مرغومى ٩٣): د پکتيکا د يحيی خېلو بريد کې د يوه وژل شوي ځوان، بوره مور وايي، چې د ګټې وټې څوک نه لري او له خپلو کوچنيو لمسيانو سره د خدای اسرې ته ناست دي.
د پکتيکا د چارواکو په وينا، د يحيی خېلو ولسوالۍ ځانمرګي بريد، چې څه باندې يوه مياشت مخکې د واليبال په يوه لوبغالي کې وشو، په کې کابو ۶۴ تنه ووژل شول او تر۹۰ زيات نور ټپيان شول.
سرچينې وايي، په وژل شوو او ټپيانو کې زياتره تنکي ماشومان او ځوانان وو.
د يحيی خېلو د پړاو د کلي يوه سپين سرې اوسېدونکې “شاه بابو” چې په ياد ځانمرګي بريد کې يې يواځينى زوی وژل شوى، اوس له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
دغې بورې مور په ژړغوني غږ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ځوان زوی څخه ورته نږور او دوه کوچني يتيم ماشومان پاتې دي او د ګټې وټې څوک نه لري.
که څه هم د دغې بورې مور د زوی له وژل کېدو يوه مياشت تېره شوې، خو اوس هم چې کور ته يې څوک د غمشريکۍ او تسليت لپاره ورشي، د خپلې بې وزلۍ، د زوی غم، د نږور او يتيمو ماشومانو خوارو څېرو ته په کتو، په چيغو ژاړي.
شاه بابو له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خپل دردېدلي حالت، د ډېرې او پرله پسې ژړا له امله په سمه توګه خبرې نه شوى کولی، خو بيا به يې هم کله کله زړه راټينګاوه.
هغې وويل: ((ظالمانو مې زوی شهيد کړ، يوه ماشوم لور او يو ماشوم زوی ترې پاتې شول. نږور مې کونډه شوه. زوی مې خواري کوله او کور ته يې ډوډۍ راوړله، خو اوس د الله هيلې ته ناست يو.))
دغه بې سرپرسته کورنۍ د پړاو په کلي کې په يوه خټين کوچني کور کې ژوند کوي او د کور انګړ ته په ننوتو سره، سړی پوهېږي، چې د ياد شوي ځوان له وژل کېدو مخکې هم دغې کورنۍ بې وزلي او بې وسي زغملې ده.
د دغې کورنۍ د وژل شوي ځوان ماشوم زوی، چې لا يې سمې خبرې نه شواى کولی، په تنکۍ او معصومانه ژبه پژواک اژانس ته داسې وويل: ((لالا مې مړ شو، نور کور ته نه راځي، په کټ کې يې يووړ.))
د يحيی خېلو ولسوالۍ د پړاو کلي يوه سپين ږيري ګل خان پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې کورنۍ د ګټې وټې نور هېڅوک نشته او يواځينۍ هيله يې لومړی خدای او بيا دولت ته ده.
هغه زياته کړه: ((خدای خبر دی، چې د دې کورنۍ غم څوک وخوري؛ موږ به تر يوه وخته دې او نورو بې سرپرستو کورنيو ته چنده راټوله کړو؛ خو ټول عمر دا کار ناشونی دی.))
ګل خان وويل، په ياد ځانمرګي بريد کې د پړاو کلي تر ۴۰ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ډېرې ميندې بورې، خويندې بې وروره او کونډې شوې او ماشومان يې يتيمان شول.
د ده په خبره، د وژل شوو کسانو له کورنيو سره دولت يوه اندازه نغدي مرسته کړې او تر يو څه وخت به يې ګوزاره پرې وشي، خو د بې سرپرستو کورنيو اقتصادي ستونزې په بنسټيز ډول نه شي هوارولی.
نوموړي له دولت او نورو خيريه موسسو څخه غوښتنه وکړه، چې له بې سرپرستو او دغه راز له نورو اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو دوامداره مرستې وکړي.
د پړاو کلي يوه ځوان نيازګل پژواک اژانس ته وويل، د کلي خلک يې هسې هم بې وزله او بې وسه وو، خو د ځانمرګي بريد له امله يې کلی ډېر سخت وځپل شو او لا يې نور هم خوار کړل.
پژواک هڅه وکړه، چې د يحيی خېلو ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو سره د شويو مرستو په اړه د چارواکو نظر واخلي، خو بريالی نه شو.
خو تر بريد وروسته، ولسمشر اشرف غني د يادو شوو کورنيو له غړو سره د ليدنې لپاره د پکتيکا مرکز ښرنې ته د خپل سفر پرمهال، له هغوی سره د پوره مرستو ژمنه وکړه، خو خلک بېړنۍ مرستې غواړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په پېښه کې زياتره وژل شوي کسان د واليبال لوبغالي ترڅنګ خاورو ته سپارل شوي او پر قبرونو يې د افغانستان درې رنګه بيرغونه او نورې جنډې رپېږي.
د اوسېدونکو په خبره، د پېښې ځای اوس د لوبو کوم لوبغالى نه، بلکې د وژل شوو کسانو د هديرې په نوم يادېږي، چې هره ورځ لسګونه خلک ورځي او ورته لاس په دعا درېږي.