Language

هرات کې د اس‌ځغلونې سیالۍ؛ د افغانستان د آس‌ځغلونې ملي لوبډلې لپاره ۱۶ لوبغاړي غوره شول

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۵): هرات کې د آس‌ځغلونې اتم پړاو سیالیو په پایله کې د هېواد د اس‌ځغلونې ملي لوبډلې ته ۱۶ لوبغاړي او ۲۰ اسونه غوره شول.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په هرات کې د ۱۳ ولايتونو ترمنځ  د اس‌ځغلونې اتم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربه‌توب په دوو (يورغه او سرعتي) سبکونو کې ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره  واټن کې په دواړو سبکونو کې ترسره شوې.

سرچینې زیاته کړې، د دغو سیالیو په يورغه سبک ۸۰۰ متره واټن کې هرات لومړی مقام او همداراز په يورغه ۱۲۰۰ متره واټن کې کندهار لومړی او هرات دويم مقامونه ترلاسه کړل.

سرچینه کاږي، د سرعت سبک په ۸۰۰ متره واټن کې هرات لومړی،  کابل دويم،  پکتيا درېيم او دغه راز په ۱۲۰۰ متره واټن کې پکتيا لومړی، کابل دويم، غزني درېيم مقامونه وګټل.

المپیک ملي کمېټې لیکلي، د دغو سياليو په پايله کې په دواړو سبکونو کې ۱۶ اس‌‌ځغلوونکي او ۲۰ اسونه د ملي لوبډلې لپاره غوره شول.

د یادونې ده، یادې سیالۍ شاوخوا یوه اونۍ مخکې پیل شوې وې.