ګردېز ( پژواک، ٨ مرغومى ٩٣ ) : په سوېل ختيخ زون کې د سيمه ييزو پوليسو د ارزونې، ستونزو او پرمختګونو په اړه يو ورځنی سيمينار جوړ شو.
دغه سيمينار، چې د پکتيا د پوليسو په روزنيز مرکز کې جوړ شوی و د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان جنرال عليشاه احمدزي ،د سوېل ختيځو ولايتونو امنيه قوماندانانو، د سيمه ييزو پوليسو سرګروپانو، ولسوالانو، قومي مشرانو او دنورو ادارو غړو په کې برخه اخيستې وه.
په سيمينار کې د سيمه ييزو پوليسو لاس ته راوړنې ښې وبلل شوې ، خو قوماندانانو يې د زيات شمېر ستونزو يادونه هم وکړه.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي وويل ، له کومه وخته چې د لوګر په يو شمېر سيمو کې سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي په امنيت کې يې ښکاره ښه والی راغلی دی .
دی وايي چې سيمه ييز پوليس په ډيرو سختو شرايطو کې دندې پر مخ بيايي او دلاس ته راوړنو په پرتله يې ستونزې زياتې دي .
اسحق زی زياتوي چې د هېواد دنورو ولايتونو په پرتله په لوګر کې سيمه ييز پوليس ښه چلند لري او تر اوسه پورې يې داسې ناقانونه کړنې نه دي ترسره کړې ،چې خلک دې ترې شکايت وکړي .
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد وويل چې په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځ ته کېدو سره امنيت ښه شوی ، خو وسله وال تل هڅه کوي چې دنورو امنيتي ارګانونو په پرتله سيمه ييز پوليس په نښه کړي .
دی وايي چې سيمه ييز پوليس له يو کلاشينکوف پرته هيڅ ډول درنه سلاح نه لري چې دوی ترې کار واخلي .
د نثار په خبره چې په يو شمېر لرې پرتو سيمو کې سيمه ييز پوليس د اوسېدو لپاره لومړنۍ اړتياوې لکه کمپلې ،دريشۍ،خوراکي توکي او داسې نور نه لري .
دی وايي چې که سيمه ييزو پوليسو ته وسلې او امکانات ورکړل شي نو له دې به زيات دامنيت په راوستو کې ګټور تمام شي .
د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان جنرال عليشاه احمدزي په دې ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو لاس ته راوړنې وستايلي او ويې ويل ،چې د ستونزو په لرې کولو يې هڅه کړې او زيات پروګرامونه تر لاس لاندې لري .
دی وايي ، چې اړونده وزارت ته يې د پنځلس زره ميله بېلابېل ډوله وسلو وړانديز کړی چې په منلو سره به يې په دې برخه کې ستونزې تر ډيره بريده حل شي .
نوموړی وايي، هغې ادارې چې له سيمه ييزو پوليسو ملاتړ کوي د يو عشاريه اته ۱/۸ ميليارده افغانيو وړانديز کړی ،چې په لنډ وخت به منظور شي .
دده په خبره، په دې پيسو به سيمه ييزو پوليسو ته هغه امکانات چې دوی په ورځينې ژوند کې د نه شتون له امله ورسره لاس او ګريوان دي واخيستل شي .
احمدزي دهېواد په کچه د سيمه ييزو پوليسو چلند ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې د پخواپه پرتله يې له خلکو سره چلند ښه شوی خو په ځينو سيمو کې دغه ستونزې تر يوې اندازې شته.
ده وويل ، هغو سيمه ييزو پوليسو ،چې له خلکو سره يې بدچلند کړی ،غلاوې يې کړې او يا يې نورې غير قانوني کړنې ترسره کړې مجازات کړي دي .
نوموړي وويل ،چې دم ګړۍ يې د ټول هېواد په کچه ۸۵ سيمه ييز پوليس زنداني کړي او دا هغه کسان و،چې غير قانوني کړنې يې ترسره کړې وې.
نوموړي د خبرو پر مهال دپکتيکا او لوګر ديو شمېر محلي پوليسو نومونه هم واخيستل او د اړونده ولايتونو چارواکو ته يې سپارښتنه وکړه ،چې قانوني چلند ورسره وکړي .
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل د سيمه ييزو پوليسو دغه سيمينار ګټور وباله او وېې ويل ،چې له دې سره د سيمه ييزو پوليسو مورال ښه کيږي او پوهيږي چې دوی قوي ملاتړ لري .
ده وويل چې له دې وړاندې يې هم د ولايتونو دسيمه ييزو پوليسو ستونزې اړونده ادارې ته ور رسولې وې خو توپير يې په دې کې و، چې سيمه ييزو پوليسو په دې سيمينار کې په خپله خوله خپلې ستونزې خپلو چارواکو ته وويلې .
اورياخيل زياته کړه ،چې لاهم د ځينو ولسواليو خلک له دوی څخه دمحلي پوليسو دتشکيل غوښتنه کوي .
د يادولو ده ،چې دامهال په ټول هيواد کې ديرش زره سيمه ييز پوليس په دندو بوخت دي ،چې له دې ډلې يې دوه زره په پکتيکا ،زر تنه يې په پکتيا او ۷۰۰ تنه يې په لوګر کې دندې تر سره کوي.