خوست ښار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د خوست د ډاکټرانو اتحاديه او عام خلک د دغه ولايت د عامې روغتيا پر رياست د بې کفايتۍ تور لګوي او وايي چې خلکو ته د خدماتو پر وړاندې کولو کې يې خپل مسووليت په سمه توګه نه دی ترسره کړی.
دوی زياتوي، نه يواځې په ولسواليو کې خپلو روغتيايي مرکزونو ته رسېدنه نه شي کولای، بلکې په خوست ښار کې يې هم له شخصي روغتونونو او درملتونونو پر وخت او سمه څارنه نه ده کړې.
د يادې اتحاديې يوه غړي ډاکټر عزيز محسن پژواک اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا رياست بې پروايۍ په مرکز او لرې پرتو سيمو کې غير مسلکي کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمينه برابره کړې.
هغه وويل، د اسنادو او شواهدو له مخې ويلی شي چې په دغه ولايت کې اوسمهال پر روغتيايي خدماتو بوخت ډاکټران ۶۰ سلنه غير مسلکي دي او د مسلکي ډاکټرانو د فعاليتونو مخه يې ډب کړې ده.
ډاکټر محسن زياته کړه: ((د عامې روغتيا رياست خو لږ تر لږه دومره کولای شي چې د ښار درملتونونو او روغتيايي مرکزونه وڅاري او له ډاکټر نه يې پوښتنه وکړي چې مسلکي زده کړې لري او که نه.))
د خوست ښار له درملتونونو سره د غاښونو د کلينيک مسوول ډاکټر نورګل بيا د عامې روغتيا د رياست پر مسوولينو تور ولګاوه چې د شخصي ګټو له امله يې روغتيايي خدماتو ته پاملرنه کمه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((په دغه رياست کې اداري فساد د دې لامل شوی چې نه يوازې خدمات نه وړاندې کوي، بلکې ډېرې ستونزې يې هم رامنځته کړې دي.))
ډاکټر نورګل په دې نظر دی چې که د ياد رياست په اداري پلاوي کې بنسټيز اصلاحات رامنځته شي، کېدای شي د روغتيا په برخه کې تر ډېره اوسنۍ ستونزې له منځه ولاړې شي.
د خوست د ډاکټرانو اتحاديې يو بل غړي ډاکټر عبدالحکيم د عامې روغتيا پر وزارت نيوکه وکړه چې په تېرو څلورو کلونو کې يې د دغه ولايت د عامې روغتيا لپاره رسمي رييس ور ونه پېژاند.
ډاکتر عبدالحکيم پژواک اژانس ته وويل، د سرپرستو رييسانو ټکني فعاليتونه هم د دې لامل شوي چې ياد رياست يې له سقوط سره مخ کړی او لازم فعاليت نه شي کولای.
نوموړي زياته کړه: ((د عامې روغتيا له وزارته غوښتنه کوو چې د روغتيايي ستونزو په هواري او د اسانتياوو د برابرولو په برخو کې دغه ولايت ته ډېره پاملرنه وکړي.))
د خوست يوه اوسېدونکي نظيم خان پژواک اژانس ته وويل، زياتره ډاکټران مخکې له دې چې ناروغي تشخيص کړي، ناروغ ته درمل ورکوي.
نظيم خان وويل: ((ډاکتر ته چې ورشې، يواځې دې فشار ګوري او په سينه دې ټلي سکوف ږدي. بيا د بېلابېلو ناروغيو درمل درته پنډه کړي، دغه کار د غريبانو بېخ وباسي.))
خو د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر هدايت الله حميدي له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر هغوی د بې کفايتۍ، اداري فساد او د خدماتو نه وړاندې کولو ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه وبلل.
هغه وويل، په تېرو څلورو کلونو چې د دغه رياست سرپرست پاتې شوی تر خپل وس پورې يې د روغتيا په برخه کې د اسانتياوو د برابرولو لپاره ډېر کار کړی دى.
حميدي زياته کړه: ((زه منم چې يو شمېر ډاکتران غير مسلکي دي، خو دومره نه لکه څنګه چې ويل کېږي. د اداري فساد خبره هم بې بنسټه ده او که څوک ادعا لري، نو ثبوت دې راوړي.))
په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر عامې روغتيا رياست د ډاکټرانو د اتحاديې نيوکې تر ډېره بريده پر ځای وبللې.
هغه وويل: ((د دغه رياست له فعاليتونو ولايت مقام هم رضايت نه لري. ولايت مقام يې د فعاليتونو د ښه کېدو لپاره له بېلابېلو دولتي ادارو يو ګډ پلاوی وټاکه، خو څه مثبته پايله يې ترلاسه نه کړه.))
مبارز ځدراڼ د عامې روغتيا له وزارته په دغه رياست کې د جدي اصلاحاتو د راوستو د غوښتنې تر څنګ وويل چې ولايت مقام به د خپل مسووليت له مخې په دې برخه کې پوره هلې ځلې وکړي.