کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٣): غلام صديق مخترع په يوه کوچنۍ کارخانه کې په خپل نوښت د جوړو کړو وسايلو له لارې ابګرمي، دېګ، لمريز واټر پمپونه او نور وسايل توليدوي؛ خو له حکومته غواړي چې د ده ملاتړ وکړي.
دغه افغان مخترع په ١٣٢٩ لمريز کال د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې په امير کلا کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
هغه وايي چې تر اوسه يې ٣٤٤ اختراعګانې او نوښتونه کړي دي.
نوموړي ښوونځى نه دى ويلى او ليکل يې د خپل کلي د جومات له ملا امام څخه زده کړي دي.
له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل چې لومړنۍ اختراع يې په ١٤ کلنۍ کې د يوې راډيو جوړول و چې له برېښنا او بطرۍ پرته به روښانېده.
مخترع زياته کړه چې هغه ځانګړى چپرکټ چې کوټې ته د کس په ورتلو ترې غږ راځي، هغه الوتکه چې پر هوا او ځمکه له الوت سربېره د ځمکې پر مخ هم حرکت کوي، هغه دستګاه چې د سېلاب له راوتو وړاندې غږ کوي، هغه ګاز چې د ماشوم په ويښېدو سره حرکت کوي، هغه لمريز موټر چې له چلوونکي پرته په يوه مسير حرکت کولى شي، هغه واټر پمپونه چې له هېڅ ډول انرژۍ پرته کار کولى شي او هغه واټر پمپونه چې د باد او لمر د انرژۍ په وسيله اوبه راوباسي؛ د ده له عمده اختراعاتو او نوښتونو دي.
صديق مخترع وويل: ((اوس په دې فکر کې يم چې غوايي او قلبه زيات ګران بيه دي، که وشي چې د موټرسايکل له لارې قلبه وشي، ښه به وي په همدې فکر يم، ګورم چې څه کېږي.))
دغه افغان مخترع زياته کړه چې خپل ډېر نوښتونه او اختراعات يې له اړوند مراجعو سره شريک کړي او د هغوى تاييد يې هم اخيستى دى، خو تر اوسه ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
نوموړى چې د کابل په دوغ اباد سيمه کې يې په خپله کوچنۍ فابريکه کې له پژواک سره خبرې کولې، وويل چې دغه کارخانه يې په خپلو شته امکاناتو جوړه کړې او په کې له خپلو ځينو نوښتونو کار اخلي، وسايل توليدوي او بيا يې پلوري.
دغه کارخانه چې پنځه مياشتې وړاندې جوړه شوې، د ده جوړ شوي وسايل لکه د بېل جوړولو ماشين، لمريزه ابګرمي، د لاس مينځلو هغه اله چې د پښو په زور سره ترې اوبه راوځي، د واټرپمپونو ډولونه او ترانسفرمرونه د خلکو پاملرنه ځان ته ور اړوله.
هغه زياته کړه چې په دې برخه کې يې له څو کلونو راهيسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کار کړى دى.
نوموړي څرګنده کړه چې وسايل د خلکو د فرمايش له مخې جوړوي او د څرګندو شمېرو له وړاندې کولو پرته يې زياته کړه چې په زرګونو بېلونه او زيات شمېر ابګرمۍ او لمريز ديګونه، واټرپمپونه، ترانسفرمرونه او داسې نور خپل جوړ کړي وسايل يې پلورلي دي.
هغه زياته کړه، د ده د جوړو کړو توکو پلور له دې امله محدود دى چې خپلو شته امکاناتو ته په پام سره يې د زيات توليد وړتيا نه لري.
د صديق مخترع په خبره، که چېرې د توليد امکانات ترلاسه کړي او د ده جوړ کړي شيان د خلکو په منځ کې په پراخه توګه دود شي؛ دا به د هېواد پر اقتصاد ښه اغېز ولري؛ ځکه چې دغه توکي هم ارزانه دي او هم يې اکثره د برېښنا انرژۍ ته اړتيا نه لري.
مخترع وويل چې که چېرې د دې جوړې کړې ابګرمۍ له کورونو پرته، په هوټلونو، حمامونو، روغتونونو او نورو رسمي ادارو کې وکارول شي؛ د هېواد پر اقتصاد به له مثبتې اغېزې سربېره د ژوند چاپېريال په ساتنه کې هم مثبت ثابت شي؛ ځکه ځيني کسان د اوبو د ګرمولو لپاره له لرګيو او ګازه کار اخلي چې د ژوند چاپېريال د چټلۍ لامل ګرځي.
نوموړي زياته کړه چې د خپلو توليداتو د پراختيا لپاره مالي امکانات نه لري او اوسمهال د خپلې کارخانې له عوايدو په ډېره سختۍ سره د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کوي.
محمدصديق مخترع واده کړى او اوسمهال د څلورو زامنو او دوو لوڼو پلار دى، خو زامنو يې هم ټولو ودونه کړي او مخترع اوسمهال په کابل کې له خپلې ناروغې مېرمنې سره يواځې ژوند کوي.
دغه افغان مخترع له دولته وغوښتل چې د ده ملاتړ وکړي، څو له اختراعاتو او نوښتونو يې ګټه واخيستل شي.
صديق مخترع چې څه مهال يې د کابل په جنګلک فابريکه کې کار کړى، له ولسمشر يې وغوښتل چې دغه فابريکه فعاله کړي، څو له لارې يې د خپلو اختراعاتو او نوښتونو په کارولو سره توليد ته مخه کړي.
د جنګلک فابريه په ١٣٣٩ کال کې جوړه شوه چې د وسپنيزو او برېښنايي توکو د توليد، د موټر د ماشين په توليد او نورو برخو کې يې فعاليت کاوه، خو د اويايمې لسيزې جګړو کې ويجاړه شوه او تر اوسه هم بېرته نه ده فعاله شوې.
صديق مخترع د دې فابريکې بيارغونې مهمه وبلله او زياته يې کړه چې په بيا ييا يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه خبرې کړې، خو تر اوسه چا ورته پاملرنه نه ده کړې.
د ده په خبره، که چېرې دا فابريکه فعاله او ده ته د کار زمينه مساعده شي، له لارې به يې وتوانېږي چې د زياتو زده کوونکو د روزنې تر څنګ، عالي او با کيفيته وسايل توليد او په مناسبه بيه يې بازار ته وړاندې کړي.
نوموړي په خپل لاس جوړ کړي واټرپمت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې که چېرې د جنګلک په فابريکه کې دا ډول زيات پمپونه توليد او کروندګرو ته ووېشل شي، نو د هېواد کرنه به ډېره وده وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((ما د ډاکټر عبدالله ه مرستيال انجنيرمحمد خان صېب سره وليدل، هغه زما زيات اختراعات وستايل او ژمنه يې وکړه چې د جنګلک فابريکې د فعالولو په اړه له ډاکتر صاحب اشرف غني او ډاکټر صاحب عبدالله سره خبرې کوي، خو ستاسې د رسنۍ له لارې له ډاکټر صاحب غني څخه غواړم چې دغه فابريکه دې فعاله کړي، څو خپل کورني توليدات ولرو.))
د مخترع په خبره، په افغانستان وزګارتيا هغه مهال له منځه ځي او دا هېواد پر ځان بسيا او د غوره اقتصاد خاوند ګرځي چې کورنيو توليداتو ته پاملرنه وشي.
هغه زياته کړه چې که دولت د جنګلک فابريکه نه جوړوي او د توليد امکانات يې په واک کې نه ورکوي، نو د هغو څلورو کتابونو په چاپ کې دې ورسره مرسته وکړي چې ده په کې خپل نوښتونه او اختراعات ځاى پر ځاى کړي، څو لږ تر لږه راتلونکي نسلونه يې له اختراعاتو او نوښتونو ګټه واخلي.
دغه بوډا مخترع وويل: ((يواځېنى ارمان مې دا دى چې له اختراعاتو مې ګټه واخيستل شي، څو زموږ مملکت پر ځان بسيا شي… زه اندېښنه لرم چې هسې نه دا ارمان راسره ګور ته يوسم.))
هغه زياته کړه: ((له ولسمشره مې غوښتنه دا ده چې مخترعينو ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه چې همدا مخترعين وو چې نړۍ ته يې بدلون ورکړ او همدوى افغانستان ته هم بدلون ورکولى شي.))
ځينې کسان چې د صديق مخترع وسايل يې کارولي، له حکومته غواړي چې د هېواد له دغه مخترع سره مرسته وکړي.
د کابل د پښانو ټولنې مشر محمدحسن سروري وويل چې د صديق مخترع له بېل، د بېل د توليد له ماشين او لمريز ابګرمي څخه ګټه اخلي.
نوموړي زياته کړه چې ياد وسايل ښه او لوړ کيفيت لري، په همدې سبب يې صديق مخترع ته فرمايش ورکړى چې د بېل جوړولو شپږ ماشينونه ورته جوړ کړي.
هغه له حکومت نه وغوښتل چې له صديق مخترع سره دې د هغه د ارمانونو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
د افغان تخنيکي او مسلکي زده کړو د انستيتيوت محصل شاکر احمد هم چې د ژمي په درېيو مياشتو کې له سهاره تر مازديګره او په پسرلي کې له غرمې وروسته د دغه مخترع په ورکشاپ کې کار کوي، وويل: ((ډېر زيات شيان لکه د ترانسفرمر، د بېل ماشين، لمريزه ابګرمي او نور مې له مخترع صاحب څخه ياد کړي دي.))
هغه هم زياته کړه چې بايد د محمد صديق مخترع له استعداد څخه کار واخيستل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د مخترع په لاس جوړ شوي وسايل لکه دېګ، لمريزه ابګرمي يې کاروي او د دې ترڅنګ چې لګښت نه لري، په ښه توګه اړتياوې هم پوره کولى شي.
د ده په خبره، که چېرې حکومت د جنګلک فابريکه نه فعالوي، نو لږ تر لږه دې د يوه ستر او سمبال ورکشاپ په جوړولو سره له صديقي مخترع سره همکاري وکړي.
د يادونې ده، په افغانستان کې يو شمېر نور خلک هم په ځانګړي ډول ځوانان او تنکي ځوانان د پام وړ نوښتونه لري چې له دې ډلې يې د کوچنۍ الوتکې جوړول، دوه شپه لېدونکي دوربينونه، د ماين شنډولو دستګاه، لمريز موټرسايکل، کوچنى سکواټور، هغه واټر پمپ چې له برېښنا پرته لوړو کرنيزو ځمکو ته اوبه لېږدوي او نور يادولى شو.
هغه کسان چې دا نوښتونه يې کړي وايي چې دغه وسايل يې په کمو شته امکاناتو جوړ کړي او دولت ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې.