Language

د خوست هټيوال د ممکنه اورلګېدنې د مخنيوي لپاره د اور وژنې ډبې اخلي

خوست(پژواک ٢٠ مرغومى٩٣): د خوست ښاري اتحاديه وايي چې په ښار کې يې د مارکېټونواو هټيو له خاوندانو سره د اور وژنې د ډبو پر نصبولو هوکړې ته رسېدلي او نن يې عملي کار پيل شو.

د يادې اتحاديې مشر حاجي الف شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اور وژنې دغه ډبې د ښار په ټولو مارکېټونو او هټيو کې نصبېږي، څو د احتمالي اور لګېدنې پرمهال ترې کار واخيستل شي.

نوموړي په ښار کې د دغو ډبو نصبول يو پرمختګ وباله او ويې ويل چې په دې کار سره به په خپل وخت د لګېدلي اور د پراخېدو او د زياتو زيانونو د اوښتو مخه ونيول شي.

حاجي الف شاه وويل، چې په ښار کې د هټيو شمېر زيات دى، کوڅې يې تنګې او د خلکو ګڼه ګوڼه يې ډېره ده، چې له همدې امله په ښار کې د اورلګېدو زيات احتمال لېدل کېږي.

نوموړي زياته کړ: ((خوست ښار څه باندې دولس زره هټۍ لري، چې د هرې يوې هټۍ لپاره د اور وژنې يوه ډبه ټاکل شوې ، د مارکېټونو لپاره ښايي ډېرو ډبو ته اړتيا وي.))

په دې ولايت کې د اور وژنې د مرکز يا د اطفايې امر سمونمل قسيم الله پژواک اژانس سره په خبرو کې د اور وژنې د ډبو درلودل د هر مارکېټ، هټۍ، دفتر او کور لپاره اړين او مهم وبلل.

هغه په دې اړه وايي: (( په روان لمريز کال کې مو په دې ولايت کې تر پنځلس زياتې د اور لګېدنې پېښې ثبت کړي، چې اصلي لامل يې د تېلو او مايع ګازونو ناقانونه هټۍ دي.))

د اور وژنې د مرکز امر د ښاروالۍ له مسوولينو په کلکه غوښتنه وکړه، چې  ښاري هټۍ د کاربن ډای اکسايډ يا د اور وژنې د ډبو لګولو ته اړ کړي.

د خوست د مدني ټولنې يوتن فعال صاحب ګل فرهاد پژواک اژانس ته وويل، دوی به هڅه وکړي، چې د اور وژنې د وسايلو د کارولو کلتور ته د مدني ټولنو له لارې پراختيا ورکړي.

هغه وويل: ((د دې يوې ډبې په وسيله کولای شو، چې د ټول مارکېټ، دوکان، دفتر او يا د کور پر سوځېدو سربېره د ځاني تلفاتو مخه ونيسو. نو له همدې امله يې درلودل ډېر اړين دي.))

شاوخوا دوه کاله مخکې د خوست ښار په سوېلي څنډه کې د نجارانو په مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله تر ۴۰۰ زياتې هټۍ سوځېدلې وې، چې د اور د پراخېدو لامل يې د اړينو وسايلو نشتون بلل کېده.

 

 

Related Topics