ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ولايتي شورا د غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې

د خوست د ولايتي شورا د غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې

author avatar
17 Jan 2015 - 20:23
د خوست د ولايتي شورا د غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې
author avatar
17 Jan 2015 - 20:23

خوست (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٣): د خوست د ولايتي شورا د غړو ترمنځ مشرانو جرګې ته د استازي او د شورا د اداري پلاوي د ټاکلو په موخه د ولايتي شورا د غړو ترمنځ له درې مياشتنۍ اوږدې لانجې وروسته ټاکنې ترسره شوې.

د يادې شورا يوه غړي قېمت خان منګل، پژواک اژانس ته وويل چې ټاکنې، نن ماښام په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون په مرکزي دفتر کې د شورا د ټولو غړوپه شتون کې ترسره شوې.

هغه زياته کړه، د ټاکنو په پايله کې د اکثريت رايو په خپلولو سره لطيف ژوندی مشرانو جرګې ته د استازي، اميرالله زړه سواند د شورا د رييس، شکرالله بابکرخېل د مرستيال او جانمير ځاځی د شورا د منشي په توګه وټاکل شول.

نږدې درې مياشتې وړاندې د شورا غړو د لوړې مراسم ترسره کړي وو، خو د شورا غړي مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو پر سر پر دوو ډلو وېشل شوي وو او د يوې ډلې د نه حاضرېدو په پايله کې د ټاکنو لپاره د غړو نصاب نه پوره کېده.

په همدې حال کې، قيمت خان منګل وايي، د ولسمشر اشرف غني له لوري په ولسي جرګې کې د پکتيکا او لوګر ولايتونو د څلورو استازو ګډ ټاکل شوی پلاوی په دې بريالی شو، چې ستونزه هواره کړي.

په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي محمودخان سليمانخېل پژواک اژانس ته وويل، که څه هم ستونزه جدي وه، خو د جرګې په پايله کې يې د خوست د ولايتي شورا ټول غړي په ټاکنو کې برخې اخيستو ته راضي کړل.

سليمانخېل وايي: ((د خوست له ولايتي شورا څخه لومړی سناتور لطيف ژوندی وټاکل شو. خو ستونزه پر دې هواره شوه، چې که له دې شورا څخه بل سناتور مشرانو جرګې ته ځي، لومړيتوب به بل غړي قديم افغان ته ورکول کېږي.))

که څه هم ځينې خوستوال له يادې ولايتي شورا څخه مشرانو جرګې ته د استازي د ټاکلو پر سر د غړو ترمنځ د پيسو د معاملې په اړه اندېښنه موجوده ده، خو محمودخان سليمانخېل دا خبره رد کړه.

هغه وويل: ((موږ پوره هڅه وکړه، چې ستونزه پرته د پيسو له معاملې هواره کړو او بريالي هم شو.))

د خوست د ولايتي شورا يوه بل غړي حاجي کفيل ريحان له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر دې خوښي څرګنده کړه، چې ستونزه هواره او د شورا برخليک يې وټاکل شو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.