Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې  چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري وژلي

جلال اباد (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٣): په لغمان ولايت کې د چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د اليشنګ ولسوالۍ د وطن ګټو په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنه د ملي اردو پر يوه رينجر موټر شوې چې له امله يې دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

ځواک وويل چې ټپي سرتېرى روغتون ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د نوموړي په وينا، د ملي اردو ځواکونو په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

وسله والو د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.