ګردېز (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٣): د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو له لوري په ګډه د سيمې د اوسېدونکو لپاره مناسب ولور ټاکل شوى دى.
په پکتيا کې دا لومړۍ ځل دی چې د يوې ولسوالۍ ټول خلک يو ډول ولور ټاکي. له دې وړاندې هم په ځينو سيمو کې ولور ټاکل شوی و خو يواځې تر څو کليو پورې محدود و.
په دې اړه تېره ورځ د ياد ولايت د ښځو چارو په رياست کې غونډه جوړه شوې وه چې تر څنګ يې د ښځو د حقونو فعالينو، دولتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او يو شمېر نورو کسانو ګډون کړی و.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو پرېکړه وکړه چې دوی به د خپلو قبيلو تر منځ درې لکه او نورو قبيلو ته د نجلۍ د ورکړې لپاره دوه لکه افغانۍ ولور اخلي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو د ولور لپاره د معيار ټاکلو تر څنګ په يو شمېر نورو ناوړه دودونو لکه هوايي ډزو، د سازونو مراسم جوړول، د واده پر مهال د ماما او تره په نومونو د پيسو پر اخيستو او پر ځينو نور بدو رواجونو هم بنديز پورې کړ.
د پکتيا د ښځو چارو رييسه نسرين اورياخېل دا يو پر ځای ګام بولي او وايي چې په دې سره به د ښځو د تاوتريخوالي کچه کمه شي خو له مشرانو هيله کوي چې دغه تړون په سم ډول وڅاري.
هغې له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال پر نورو قبيلو هم غږ وکړ څو ورته چاره ترسره کړي او د ولور او بدو رواجونو په برخه کې دې دغه ډول هوکړې وکړي.
ديني عالم مولوي خواجه الدين د لوړ ولور اخيستل له اسلام سره په ټکر کې عمل بولي او وايي ولور ته معيار ټاکل به د ځوانانو او نجونو حق ثابت کړي.
نوموړی وايي، په پکتيا کې به ديني عالمان د هغو کسانو ملاتړ او په کار کې به ورسره هلې ځلې وکړي چې دا ډول د بدو رواجونو په مخنيوي کې هڅې کوي.
خواجه الدين وايي: ((زما غوښتنه له مشرانو دا هم ده چې نه يوازې د لوړ ولور اخيستل يې کم کړل، بلکې دوی بايد خپلو لوڼو او خويندو ته ميراث هم ورکړي.))
د خوږمن ځاځي په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل چې پخوا په ځينو کليو کې دا ډول پرېکړې شوې وې، خو دوى دا ځل د ولسوالۍ په کچه دا ډول پرېکړه وکړه.
هغه زياتوي: ((موږ هڅه کوو چې دا ډول پرېکړې په نورو سيمو کې هم ترسره کړو.))
د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې اوس له پنځو لکو نيولې تر دوولسو لکو افغانيو پورې ولور اخيستل کېږي او د دې تر څنګ د واده لپاره نور توکي هم اخيستل کېږي چې د پيسو اندازه له دې هم لوړېږي.