جلال اباد (پژواک ۲۳ سلواغه ۹۳): د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال وايي، د وسله والو د جنګي تګلارې د بدلېدو او د پېښو د مخنيوي لپاره يې د ننګرهار د ولسواليو په کچه د همغږۍ نوي مرکزونه رامنځ ته کړل، چې عمليات او جګړه به تنظيموي.
په دې تړاو د سلواغې په ۲۳مه، د ننګرهار د غني خېلو په ولسوالۍ کې د امنيتي ادارو غونډه جوړه شوه، چې د بېلا بېلو امنيتي ادارو يو شمېر پوځي مشرانو په کې برخه لرله.
د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال محمدايوب حسين خېل د دې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې نن يې د شينوارو زون د” OCCD” يا د ولسواليو د همغږۍ مرکز اداره پرانيسته، چې د ۱۱ سوېلي ولسواليو پېښې او مسايل به همغږي کوي او د جګړې پر مهال به له دې مرکزه افغان سرتېري د ملاتړي ځواک په توګه د پېښو ځای ته لېږدول کېږي.
هغه زياته کړه، د ننګرهار لپاره ټولو درېيو دغه ډول مرکزونو په کار پيل وکړ، چې د شينوارو پر زون سربېره د خوږياڼو او ګوشتې زونونه په کې شامل دي.
نوموړى وايي: ((په دې هر مرکز کې چې مشري به يې د ملي اردو سرتېرو پر غاړه لري، تر ۱۰۰ ډېر سرتېري دندې لري او د پېښو پر مهال په عاجل اقدام کوي.))
د سرحدي پوليسو دې چارواکي وويل: ((وسله والو طالبانو خپله جنګي تګلاره بدله کړې؛ له ولس څخه د جګړې پر مهال د سپر په ډول کار اخلي، پر ملکي کسانو بريدونه کوي، چسپکي ماينونه ځای پر ځای کوي؛ نو دا مرکزونه به د دغسې پېښو د مخنيوي او جګړې د تنظيم او همغږي کولو لپاره وي؛ خو موږ د طالبانو د ممکنه پېښو د مخنيوي لپاره نورې لارې چارې هم لرو.))
د حسين خېل په وينا، د “او سي سي ډي” مرکزونه مخکې هم وو، خو غير فعال شوي وو، چې اوس د لوړپوړو امنيتي چارواکو په سپارښتنه بيا فعال شول او پر امنيت به ښه اغېزه ولري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن