خوست ښار (پژواک، ٤ کب ٩٣): د خوست امنيتي مسوولين وايي، ورزش کولای چې د پوليسو او خلکو تر منځ د باور فضا ډېره کړي او د خلکو او حکومت تر منځ شته واټن تر ډېره بريده له منځه يوسي.
دغه څرګندونې د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت د کب په ٤مه د پوليسو او لوبغاړو تر منځ د ځغاښتې تر سيالۍ وروسته له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې.
د ځغاستې ياده سيالي نن له غرمې مخکې د خوست د امنيې قوماندانۍ په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوه چې لسګونو پوليسو او ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.
قوماندان فيض الله غيرت وويل چې له خلکو سره د پوليسو د دا ډول ګډو پروګرامونو پر جوړېدو سره نه يواځې د پوليسو او خلکو تر منځ باور زياتېږي، بلکې د سولې او امنيت په ټينګښت کې هم مهم رول لري.
هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې د همدې موخې لپاره په راتلونکې کې له لوبغاړو او نورو خلکو سره دا ډول ورزشي پروګرامونه جوړ کړو او دا ډېره ښه پايله هم لري.))
د دغه پروګرام يو تنظيموونکی يونس اهنګر وايي چې د ځغاستې په نننۍ سيالۍ کې په ټوليز ډول ۱۰۰ پوليسو او لوبغاړو ګډون کړی و.
هغه پژواک اژانس ته زياته کړه: ((د دې سيالۍ موخه دا وه چې د پوليسو او عامو خلکو ترمنځ ښه همغږي رامنځته او هغه واټن چې د حکومت او خلکو ترمنځ موجود دی، له منځه يوړل شي.))
اهنګر وايي، همدارنګه دوى غواړي چې له دې لارې د نشه يې توکو د استعمال پر ضد هم مبارزه پيل کړي او پر مرکز سربېره لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته يې هم وغځوي.
د عزت الله په نوم يوه پوليس چې په ياده سيالۍ کې يې ګډون کړی و، وويل چې دا ډول پروګرامونه د امنيت په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړي او د خلکو د همکارۍ لامل ګرځي.
هغه زياته کړه: ((له ولسي خلکو سره مو اړيکې هم ټينګېږي. هغه تکتيکونه، چې د زده کړو پرمهال راکړل شوي، د هغوی د عملي کېدو لپاره زمينه هم برابرېږي.))
يو لوبغاړى نصير اثمر هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې له نننۍ سيالۍ خوښ ښکاريده او ويل يې چې د افغانانو د يوکېدو په برخه کې ډېر ښه او مثبت پيغام لري.
مدني فعال محمدجلال حقيقت ځدراڼ د پوليسو او ولسي لوبغاړو ترمنځ د دا ډول ورزشي پروګرامونو جوړول ډېر اړين وبلل.
نوموړي وويل، حکومت کولای شي چې د خلکو د پوره ملاتړ او همکارۍ په خپلولو سره په هېواد کې سولې او ثبات ته ټينګښت وروبښي.