خوست ښار (پژواک، ٤ کب ٩٣): لسګونو وزيرستاني کډوالو د خوست په ولايتي شورا کې د يوه احتجاجي غونډې په ترڅ کې پر ځينو نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو د مرستو د نامنظم وېش نيوکه وکړه.
د دوى په وينا، مرستې اړمنو کورنيو ته نه رسېږي او د خيريه ادارو مسوولين، پرته له دې چې د زياتو اړمنو کورنيو اړتياوې په پام کې ونيسي، په نامنظم ډول مرستې وېشي.
د خوست په اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې مېشت وزيرستاني سپين ږيري کډوال حاجي ايوب د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی په نوم په ټولو راتلونکو مرستو کې ټول وزيرستاني کډوال يو ډول حق لري.
هغه وويل، تر اوسه چې کومې مرستې راغلې دي، په عادلانه ډول پر کډوالو نه دې وېشل شوې؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمېر وزيرستاني کورنيو هېڅ مرستې نه دې تر لاسه کړې.
ايوب زياته کړه: ((موسسې هره ورځ مرستې وېشي. ځينو ته يې څو ځلې ورکړې دي، خو پر ځينو يې هېڅ مرستې نه دې وېشلې؛ زموږ په نوم راغلې مرستې بايد پر کډوالو په منظم ډول ووېشل شي.))
نوموړي له مرستندويو ادارو وغوښتل چې د لومړنيو خوراکي توکو تر څنګ دې د خېمو، ترپالونو او د کور لپاره د ځينو نورو اړينو وسايلو مرستو ته لومړيتوب ورکړي.
يوه بل وزيرستاني کډوال نيازمير له پژواک اژانس سره په خبرو کې د خوست له خلکو او دولت څخه د ترسره شوو مرستو په برخه کې زياته خوښي څرګنده کړه، خو د موسسو له مسوولينو يې شکايت وکړ.
نوموړي زياته کړه: ((د موسسې کارکوونکي راځي، خو پېژنو يې نه، چې د کومې موسسې مسوولين دي، خو مرستې په نامنظم ډول وېشي. چا ته رسېږي او چا ته نه رسېږي.))
نوموړي له ولايتي ادارې او دغه راز د خوست له ولايتي شورا څخه وغوښتل، چې د دې ستونزې د هواري په برخه کې له مرستندويو ادارو سره خبرې وکړي، څو اړمنو کسانو ته مرستې ورسېږي.
د خوست د ولايتي شورا ځينو غړو چې د دغو احتجاج کوونکو وزيرستاني کډوالو کوربه توب يې کاوه، له هغوی سره د يادې ستونزې په هواري د خپلو هلوځلو کلکه ژمنه وکړه.
د دې شورا غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه ستونزه به له اړوندو ادارو سره شريکه کړي او له نړيوالو مرستندويو ادارو سره به په ګډه ورته د هواري لار ومومي.
پژواک هڅه وکړه چې په خوست کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو کورنيو سره د مرسته کوونکو نړيوالو سازمانونو ادارو او دغه راز د افغان دولت غبرګون هم واخلي، خو له هڅو سره سره، بريالی نه شو.
د ځينو معلوماتو له مخې، شاوخوا اته مياشتې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځي عملياتو له امله، خوست ولايت ته د راغلو کډوالو کورنيو شمېر ۳۵زرو ته رسېږي.
دغه کورنۍ د ولايت پر مرکز سربېره په سپېره، تڼيو، ګربزو، عليشېر او مندوزي او اسماعيل خېلو ولسواليو کې مېشتې دي.