Language

لوړ ولور د ښځو پر وړاندې  د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شوى

خوست ښار ( پژواک، ٦ کب ٩٣ ) : د بشري حقونو مسوولين او د ښځو د حقونو مبارزين وايي، لوړ ولور د دې لامل شوی، چې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د ښځو پروړاندې د کورني تاوتريخوالي کچه نږدې ۵۰ سلنه زياته شوې.

دوی د ښځو د حقونو د تلف او نقض کېدو پر دې حالت اندېښنه څرګندوي او د مسوولو ادارو ترڅنګ له ديني عالمانو او قومي مخورو څخه يې د هواري په برخه کې جدي مرسته غواړي.

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځو ولايتونو لپاره د بشري حقونو د دفتر وياند عادل عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ښځو سره تاوتريخوالی۵۰ سلنه ډېر شوی دی.

نوموړي وويل، چې ياده فيصدي په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې له ښځو سره د شوي کورني تاوتريخوالي د ثبت شوو پېښو په پايله کې ښکاره شوې.

نوموړي زياته کړه: ((سږکال تردې مهاله د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي کابو ۳۰۰ پېښې ثبت شوې دي، حال دا چې تېرکال په همدومره موده کې له موږ سره شاوخوا ۱۶۰ پېښې ثبت شوې وې.))

عادل عزيزي وويل، چې له دوی سره د ښځو د حقونو د نقض په يادو ثبت شويو پېښو کې ځان وژنه، قتل، له کوره تېښته، وهل او ټکول او دې ته ورته نورې د کورني تاوتريخوالي پېښې شاملې دي.

د ښځو د حقونو فعالان له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي ګڼ شمېر بېلابېلا لاملونه بولي، خو په پکتيا کې د ښځو د شبکې مشره ماهره احمدزۍ يې تر ټولو غټ لامل لوړ ولور په ګوته کوي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، چې د دوی د معلوماتو پربنسټ، په زياتره مواردو کې له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي د کچې د لوړېدو غټ لامل لوړ ولور بلل شوی دی.

احمدزۍ وويل:((جګ ولور دا مثال لري، لکه له هغې کورنۍ سره چې دښمني کوي. واده شوې نجلۍ عمري د خُسرګنۍ له فشار او پېغور سره مخ کېږي او بيا ځي، خپلې پلارګنۍ ته ترې شکايت کوي.))

که څه هم د سوېل ختيځو ولايتونو په يو شمېر سيمو کې د قومي جوړښتونو پربنسټ د ولور اندازه تر دوه نيمه سوه زره افغانيو پورې ټاکل شوې، خو په زياترو سيمو کې د ټيټ ولور معيار لږ تر لږه ۵ سوه زره افغانۍ دی.

د ښځو د مدني ټولنې فعالې انارګلې پژواک اژانس ته وويل،که له ديني اړخه د ولور د مشروعيت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، ښايي دا ستونزه تر ډېره بريده هواره شي.

هغې زياته کړه: ((ديني عالمان او قومي مخور دې خلکو ته ووايي، چې په اسلام او شرعي قانون کې ولور نشته. په اسلام کې يواځې مَهر دی، چې هغه به هم ښځې ته ورکول کېږي، نه د هغې پلارګنۍ ته.))

په ګردېز کې د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر مسوولين د ولور او دغه راز له همدې امله د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د ستونزې د بنسټيز هواري په برخه کې پر قومي جوړښتونو ټينګار کوي.

د ياد دفتر د ښځو د حقونو د څانګې مسوولې زرمېنې شمس له پژواک اژانس سره په خبرو کې له ديني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د ټيټ ولور د معيار ټاکلو لپاره يوه ګډه پرېکړه اعلان کړي.

همدارنګه د ښځو د حقونو مبارزين او مدني فعالان له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي ځينې نور مهم لاملونه هم په ګوته کوي او وايي، چې هوارېدل يې جدي مبارزې او کافي وخت ته اړتيا لري.

په دې لاملونو کې فقر، بې سوادي، رواني ستونزې، د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالی، له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو څخه ناخبري او دغه راز دې ته ورته ځينې نور لاملونه شامل بلل کېږي.

 

Related Topics