کابل ( پژواک، ١٢ کب ٩٣ ) : د پاکستان د علماوو شورا د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د پيلېدونکو خبرو اترو هرکلى وکړ.
دغه څرګندونې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي په لاهور کې د خيبر پښتونخوا ايالت او قبايلي سيمو د علماوو له يوه پلاوي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
مولانا اشرفي زياته کړې چې د افغانستان د جګړې دواړه خواوې (حکومت او طالبان) بايد خپلې مسئلې په خپله هوارې کړي.
د نوموړي په وينا، پاکستان کولى شي د سولې د خبرو اترو د پيلولو په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
ده ويلي : (( افغانستان او پاکستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د جګړو او نا امنيو له امله ځپل شوي دي، اوس ددې وخت رارسېدلى چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو له لارې شخړه هواره کړي، څو په سيمه کې سوله رامنځته شي.))
مولانا اشرفي پلاوي ته ويلي چې له مرکزي حکومت او د پاکستان خيبر پښتونخوا حکومت سره به د افغان محصلينو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.
د يادونې ده چې تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفير جانان موسى زي د پاکستان د علماوو د شورا له مشر سره د سولې د روانې پروسې په اړه خبرې کړې وې
مولانا طاهر اشرفي ددې ليدنې پر مهال موافقه کړې وه، چې د سولې د هدف ترلاسه کولو لپاره د علماوو هڅې مهمې دي او په دې برخه کې بايد د دواړو هېوادونو عالمان په ګډه کار وکړي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن