لښکرګاه (پژواک ۱٣ کب۹۳): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د هلمند د ذوالفقار په روانو عملياتو کې پر طالبانو د تېښتې لاره بنده شوې ده او له مقاومت پرته بله لاره نه لري.
د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي رياست مرستيال مل پاسوال عبدالحميد حميدي په هلمند کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونو طالبان تر سخت فشار لاندې راوستي دي.
حميدي چې د هلمند په امنيه قوماندانۍ کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل چې د ذوالفقار عملياتو له پيل سره طالبان له سيمې په تېښته دي، خو دا چې د تېښتې ټولې لارې يې بندې دي، نو هغوى د امنيتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته اړ شوي دي.
نوموړي وويل چې ډېر ژر به د ذوالفقار عملياتو مثبتې پايلې څرګندې شي. هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو ترمنځه همغږي ښه ده او هوايي ځواک هم د هغوى مرسته کوي.
هغه وويل، په دې عملياتو کې سيمه ييز پوليس هم ګډون لري چې په وينا يې په ډېرو کمو امکاناتو د جګړې په لومړيو کرښو کې ولاړ دي او اوس په يوه پياوړي ځواک بدل شوي دي.
ده زياته کړه چې د سيمه ييزو پوليسو شتون په عملياتو کې له امنيتي ځواکونو سره ډېره مرسته کوي، “وسله وال مخالفين له [سيمه ييزو] پوليسو ځکه وېره لري چې په سيمه کې بلد دي، طالبان پېژني او له دې امله ګټور تمام شوي دي.”
د حميدي د معلوماتو له مخې، په هلمند کې ٣٠٠٠ سيمه ييز پوليس فعال دي او د امنيت په تامين کې ډېر موثر ثابت شوي دي، خو هغه يادونه وکړه چې سره له دې هم سيمه ييزو پوليسو ته لږ مالي امکانات ورکول کېږي.
د سيمه ييزو پوليسو د عمومي رياست مرستيال وويل چې وزارت هڅه کوي ستراتېژي بدله کړي او سيمه ييزو پوليسو ته په معاشونو کې لوړوالى راولي او نور امکانات يې ښه کړي.
خو بله خوا د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي بيا د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو مقاومت اندېښمن کړي دي.
د مارجې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اخترمحمد پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ په ترخه ناور او سيستاني سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله “وضعيت ډېر خراب دى.
د جګړې په سيمه کې يوه سيمه ييز پوليس پژواک ته د نوم نه خپرېدو په شرط وويل چې په دغه سيمه کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د جګړې مشري پوليسو ته سپارل شوې او د سيستاني ټولې سيمې بېرته د امنيتي ځواکونو له لاسه وتلې دي.
خو د سنګين ولسوالۍ يوه قومي مشر عليشاه خان پژواک ته وويل چې ددې ولسوالۍ سوېلي سيمې اوس د حکومتي سرتېرو په واک کې دي او طالبان له سيمې وتلي دي. هغه وويل چې په سيمه کې اوس خلک په عادي ډول خپل کاروبار کوي.
خو هغه وويل چې د سنګين شمالي سيمو ته دا عمليات تراوسه نه دي غځول شوي.
بله خوا طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې د ذوالفقار په عملياتو کې يې افغان ځواکونو ته ماتې ورکړې ده.
احمدي وايي چې حکومتي سرتېرو ډېرې سيمې پرېښې دي، خو حکومتي چارواکي دا ادعا ردوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن