Language

خوست مېشتي کوچيان خپلو ماشومانو ته د زده کړو اسانتيا غواړي

خوست ښار (پژواک، ٢٥ کب ٩٣): د خوست ځايي کوچيان له مرکزي دولت او مرستندويو موسسو غواړي چې د ماشومانو د زده کړو لپاره ورته لازمې اسانتياوې او امکانات برابر کړي.

په ټوليز ډول له دولت او مرستندويه ادارو د کوچيانو ګيله دا ده چې نه يواځې د ماشومانو زده کړو ته يې لازمه پاملرنه نه ده کړې، بلکې په نورو برخو کې يې هم له پامه غورځولي دي.

د خوست د ځايي کوچيانو يو مشر رمضان کوچي پژواک اژانس ته وويل، لکه څه ډول چې پوهنې وزارت د نورو ښوونځيو زده کوونکو ته امکانات برابر کړي، د دوی ماشومانو ته دې هم برابر کړي.

نوموړي وويل چې د ودانيو په ګډون لازم چاپېريال، پوره کتابونه، قرطاسيه او نور ټول اړين تدريسي توکي، د دوی د ښوونځيو مهمې اړتياوې تشکيلوي.

کوچي زياته :((په اوړي کې ماشومان سرې ګرمۍ او په ژمي کې يخ ته ناست وي. لويه ستونزه د سرپناه نشتوالی دی او ودانۍ دې راته جوړې شي. زموږ ماشومان هم د دې وطن بچيان دي.))

قومي مشر رمضان کوچی وايي چې اوس زياتره کوچيان د زده کړو په ارزښت پوه شوي او هيله لري چې ماشومان يې په راتلونکي کې پر زده کړو سمبال او د هېواد د خدمت جوګه وګرځي.

هغه وويل: ((کوچيان چې دا نور خلک پر زده کړو بوخت ويني، دا ارمان کوي، چې د دوی بچيان هم زده کړې وکړي. د دنيا په سر له يوه شي سره هم دومره علاقه نه لري، لکه څومره يې چې له علم سره لري).)

په افغانستان کې کوچيان د نورو ټولنو په پرتله د دولت له پامه غورځول شوی قوم بلل کېږي او له همدې امله دوی له دولته غوښتنه کوي، چې د هېواد ټولو قومونو او سيمو ته په يوه سترګه وګوري.

د خوست په مرکز کې د کوچيانو د يوه ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکي روزي خان پژواک اژانس ته وويل، چې مرکزي دولت د خدماتو د وړاندې کولو پر مهال بېخي هېر کړي دي.

روزي خان وايي: ((دا چې موږ ته کار نه دی شوی، دا نور خلک فکر کوي چې کوچيان ليونېان دي، خو زه وايم، چې لېونيان نه دي، بلکې دولت راته پاملرنه نه ده کړې.))

د خوست د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې کابو ۵ زره کوچي زده کوونکي د مرکز او ولسواليو په ۱۰ بېلابېلو ښوونځيو کې زده کړې کوي.

کوچيان وايي چې له دې ډلې يوازې دوه ښوونځي يې ودانۍ لري او د پاتې ۸ ښوونځيو زده کوونکي له سرپناه پرته، تر شنه اسمان لاندې سره لمر او يا باد او باران ته خپل درسونه پرمخ وړي.

په عين حال کې د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مطيع الله فضلي وايي، چې د کوچيانو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کوي، خو د راتلونکي تعليمي کال لپاره د ښوونځيو د ودانيو جوړېدو لپاره پرمختيايي بوديجه نه لري.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ښوونکو او تدريسي توکو ستونزه يې ورهواره کړې او دغه راز د هغوی د زده کوونکو د شمېر د زياتېدو له مخې ۶ نور ښوونځي هم په نظر کې ورته لري.

 

فضلي وايي: ((د ۱۳۹۴ کال لپاره پرمختيايي بوديجه نه لرو، خو بيا مو هم له پوهنې وزارت او بېلابېلو خيريه موسسو څخه بار بار د ودانيو او خيمو غوښتنې ورته کړې دي)).

 

په خوست کې د کوچيانو چارو د امريت د شمېرو له مخې په دغه ولايت کې تر ۳۲ زره زياتې کوچي کورنۍ په مرکز او ځينو ولسواليو کې په دوامداره توګه مېشت او خپل ژوند پرمخ وړي.

 

Related Topics