Language

زابل کې پنځه طالبان  او درې پوليس وژل شوي

کلات (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د  زابل امنيتي چارواکي وايي چې په دوو بېلابېلو پېښو کې پنځه طالبان  او درې پوليس وژل شوي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وري له ١٠ مه پژواک ته وويل چې تېر ماښام طالبانو د کلات اړونده سپينې غبرګې په سيمه کې د کابل—کندهار پر لويه لاره د پوليسو د موټرو پر کاروان بريد وکړ.

د روغ لېوني په خبره، نښتې دوه ساعته دوام وکړ او په ترڅ کې يې دوه پوليس او پنځه طالبان ووژل شول او څلور طالبان ټپيان شول. هغه دا هم وويل چې يو پوليس او دوه مېرمنې هم ټپي شوې دي.

بلخوا د زابل يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې نن سهار د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د جلدک په سيمه کې د پوليسو پر پياده ګزمه د سړک د غاړې ماين چاودېدلى چې له امله يې يو پوليس وژل شوى دى.

طالبان  د کلات په جګړه کې پوليسو ته د ډېرو تلفاتو اړولو خبره کوي.

قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په جګړه کې درې پوليس او يو طالب وژل شوى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.