کندهار (پژواک ٢٠ ورى ٩٤): د کندهار ولايتي شورا رييس وايي، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې پر کرنيزو کوپراتيفونو ٧٧ تراکتورونه وېشل شوي، خو د دې پر ځاى چې کروندګر کار ورڅخه واخلي، تر نيمايي ډېر پلورل شوي او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې دي.
د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د همدې موضوع د سپيناوي په موخه يې د ولايتي شورا غونډې ته د کرنې رياست استازى ور غوښتى و.
هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ، ارغنداب او سپين بولدک ولسواليو کې د کرنې رياست او مرستندويو ادارو له خوا د کرنې د ودې په موخه ٧٧ عرادې تراکتورونه وېشل شوي دي.
د ده په خبره، له دغو تراکتورونو څخه بايد کروندګرو د اړتيا پر مهال د خپلو کرنيزو ځمکو د سمولو لپاره کار اخيستى واى، خو تر نيمايي زيات يې پلورل شوي دي.
دى وايي، په دې موخه يې يو پلاوى ټاکلى تر څو په ولسواليو کې د فساد د دې موضوع په اړه څېړنه وکړي او د هغو کوپراتيفونو مسوولين عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې تراکتورونه يې پلورلي دي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د کرنې رييس نظر واخلي، خو ونه توانېد ځکه هغه چېرې په سفر تللى دى.
د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي چې هغوى هڅه کوي دغه موضوع د کرنې له رييس سره په ګډه وڅېړي.
د ولايتي شورا غړى حاجي نعمت الله شېردلي وايي، پر کروندګرو او کرنيزو کوپراتيفونو وېشل شوي تراکتورونه تر اوسنۍ ورکړل شوې شمېرې زيات دي.
هغه زياته کړه، دا چې په ځينو ولسواليو کې کوپراتيفونه نه شته، نو پر کروندګرو هم لسګونه تراکتورونه وېشل شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې په تېرو کلونو کې د کرنې رياست تر څنګ يو شمېر مرستندويو ادارو هم تراکتورونه وېشلي، چې دغه موضوع دقيقې څېړنې ته اړتيا لري.
د کندهار د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي هم وايي چې ګڼ شمېر تراکتورونه د دې پر ځاى چې کروندګر کار ورڅخه واخلي، د ځينو کسانو له لوري پلورل شوي او پيسې يې خپلو جېبونو ته اچولې دي.
د ژېړۍ ولسوالۍ يو کروندګر الله نظر وايي، د دې ولسوالۍ ٩ کوپراتيفونو ته ١٣ تراکتورونه ورکړل شوي، خو اوس له دې جملې څلور نه شته.
login or register a new account.