منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار پر کوپراتيفونو وېشل شوي ٧٧ تراکتورونه نيمايي پلورل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کندهار (پژواک ٢٠ ورى ٩٤): د کندهار ولايتي شورا رييس وايي، د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې پر کرنيزو کوپراتيفونو ٧٧ تراکتورونه وېشل شوي، خو د دې پر ځاى چې کروندګر کار ورڅخه واخلي، تر نيمايي ډېر پلورل شوي او پيسې يې شخصي جېبونو ته تللې دي.

د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د همدې موضوع د سپيناوي په موخه يې د ولايتي شورا غونډې ته د کرنې رياست استازى ور غوښتى و.

هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ، ارغنداب او سپين بولدک ولسواليو کې د کرنې رياست او مرستندويو ادارو له خوا د کرنې د ودې په موخه ٧٧ عرادې تراکتورونه وېشل شوي دي.

د ده په خبره، له دغو تراکتورونو څخه بايد کروندګرو د اړتيا پر مهال د خپلو کرنيزو ځمکو د سمولو لپاره کار اخيستى واى، خو تر نيمايي زيات يې پلورل شوي دي.

دى وايي، په دې موخه يې يو پلاوى ټاکلى تر څو په ولسواليو کې د فساد د دې موضوع په اړه څېړنه وکړي او د هغو کوپراتيفونو مسوولين عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې تراکتورونه يې پلورلي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د کندهار د کرنې رييس نظر واخلي، خو ونه توانېد ځکه هغه چېرې په سفر تللى دى.

د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي چې هغوى هڅه کوي دغه موضوع د کرنې له رييس سره په ګډه وڅېړي.

د ولايتي شورا غړى حاجي نعمت الله شېردلي وايي، پر کروندګرو او کرنيزو کوپراتيفونو وېشل شوي تراکتورونه تر اوسنۍ ورکړل شوې شمېرې زيات دي.

هغه زياته کړه، دا چې په ځينو ولسواليو کې کوپراتيفونه نه شته، نو پر کروندګرو هم لسګونه تراکتورونه وېشل شوي دي.

نوموړي دا هم وويل چې په تېرو کلونو کې د کرنې رياست تر څنګ يو شمېر مرستندويو ادارو هم تراکتورونه وېشلي، چې دغه موضوع دقيقې څېړنې ته اړتيا لري.

د کندهار د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي هم وايي چې ګڼ شمېر تراکتورونه د دې پر ځاى چې کروندګر کار ورڅخه واخلي، د ځينو کسانو له لوري پلورل شوي او پيسې يې خپلو جېبونو ته اچولې دي.

د ژېړۍ ولسوالۍ يو کروندګر الله نظر وايي، د دې ولسوالۍ ٩ کوپراتيفونو ته ١٣ تراکتورونه ورکړل شوي، خو اوس له دې جملې څلور نه شته.

هغه زياته کړه، دغه تراکتورونه د دې پر ځاى چې د سيمې کروندګر په نوبت د خپلو کروندو او ځمکو لپاره ورڅخه کار واخلي، د کوپراتيفونو له خوا پلورل شوي، چې دا لوى خيانت دى.

دى وايي، ولايتي اداره بايد د دغو تراکتورونو پوښتنه وکړي او هغه کسان چې دغه کار يې کړى، بايد قانوني چلند ورسره وشي.

بلخوا د کندهار د ولايتي شورا رييس وايي، چې په دې ولايت کې يې د پوهنې د ودې او په دې برخه کې د فساد د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.

حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، د پوهنې ټيټ کيفيت، له ٤٠٠ ښوونځيو څخه د سلو په شاوخوا کې بند ښوونځي او په کانکور کې د لږو زده کوونکو ګډون، هغه ستونزې دي، چې هغوى يې په اړه د پوهنې له رياست څخه معلومات غوښتي دي.

هغه زياته کړه، په تېرو کلونو کې نه يواځې په بېلابېلو ولسواليو کې د بندو ښوونځيو پر سر پيسې اخيستل شوي او شخصي جېبونو ته تللي، بلکې د ښوونځيو د ترميم او په ژمي کې د بخاريو لپاره د بوټو د اخيستلو لکونه افغانۍ هم د فساد ښکار ګرځېدلې دي.

دى وايي، د پوهنې له رياست څخه يې غوښتي، چې په رياست کې دننه هغه کړۍ ماته کړي، چې د فساد په دې او ورته نورو پېښو کې ښکېل دي.

هغه وويل، ولايتي شورا جدي هڅې کوي چې د پوهنې په رياست کې د فساد مخنيوى وکړي او د پوهنې بهير په پښو ودروي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد