خوست ښار ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٤ ) : په خوست ښار کې له حکومت سره د تېلو په يوه قراردادي پمپ کې د چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار ۹ بجې د ښار په لوېديځه څنډه کې د مستوفيت ودانۍ ته مخامخ د تېلو په يوه پمپ کې شوې.
ده زياته کړه ،د پېښې په ځای کې د تېلو يو ټانکر او د مايع ګاز له ډبو څخه ډکه ريکشاه لېدل شوي، خو تر اوسه نه ده څرګنده شوې، چې د ګاز ډبه چاودېدلې او که ماين ځای پرځای شوی و.
غيرت زياته کړه، چې د چاودنې له امله ريکشاه او د تېلو ټانکر اور واخيست، ريکشاه له منځه تللې، خو د تېلو د ټانکر اور د اطفائيو په وسيله کابو او مړ شوی دی.
هغه وايي، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي سرسري ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
که څه هم نوموړي د تېلو د پمپ په اړه څه ونه ويل، خو د ځينو نورو سرچينو په خبره ، د تېلو دغه پمپ له دولت سره قرارداد لري او دولتي موټرو ترې تېل اچوي.
د پېښې يوه عيني شاهد انورالله پژواک اژانس ته وويل، چې د لومړنۍ چاودنې په پايله کې تر اور لګېدو څو دقيقې وروسته همدلته يوه بله چاودنه هم وشوه.
هغه زياته کړه، چې د ځاني زيان په اړه معلومات نه لري، خو په پېښه کې د تېلو ټانکر او ريکشاه په بشپړ ډول وسوځېدل.
د پېښې په ځای کې د خوست امنيه قوماندانۍ يو تن افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، هم خبريالانو ته ويلي، چې د چاودنې له ځايه يې درې ټپي شوي ملکي وګړي راويستلي.
تر اوسه د چاودنې په اړه د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن