Language

چاودنې په زابل کې د يوې کورنۍ ٦ غړي وژلي

کلات (پژواک، ٧ غويى ٩٤):  په زابل ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون  د يوې کورنۍ ٦ غړي وژل شوي دي.

د دغه ولايت د سرپرست والي وياند ګل اسلام سيال د غويي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون مازديګر ناوخته  د شينکۍ ولسوالۍ د ورګچ په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په يوه کور کې د چاودنې له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ٦ کسان وژل شوي او کور هم زيانمن شوى دى.

خو يوې بلې سرچينې بيا وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د عبدالحق په نوم د سيمې يوه  اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو په ياد کور کې ماينونه ايښي وو چې چاودنه يې کړې ده.

د والي وياند دغه راز وويل چې پرون په شهر صفا ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس ژوبل شوي دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه  د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics