Language

په خوست کې چاودنې درې تنه وژلي ، پنځه تنه ټپیان دی

خوست ښار ( پژواک، ۸ غویی ۹۴ ) په خوست ولایت کې دیوې چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د خوست  امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د غویي په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا چاودنه نن ترغرمې وروسته په شاوخوا دوه نیمو بجو د موسی خېلو ولسوالۍ د دوه منده په سیمه کې شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې چاودنه د پولیسو پر پلې ګزمې شوې، چې له امله یې دوه پولیس او یو ماشوم وژل شوي، درې ملکي وګړي او دوه پولیس ژوبل دي.

د غیرت په وینا، په دې پيښه کې پلار او درې زامن ټپيان او یو زوی یې وژل شوی دی.

وسلوالو طالبانو ددې چاوددنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. 

login or register a new account.

Related Topics