Language

په خوست ښار کې دوو چاودنو درې تنه ټپيان کړل

خوست ښار (پژواک ١١غويى ٩٤) : په خوست ښار کې نن له غرمې وروسته دوه پرله پسې چاودنو درې تنه ټپيان کړل .

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل چې لومړۍ چاودنه نن له غرمې وروسته په څه باندې درې بجو هغه مهال د خوست ښاروالۍ مخ ته په ګلدان کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو له امله رامنځته شوه کله چې د ترافيکو موټر د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړه چې کله د امنيه قوماندانۍ پوليس د پېښې ځاى ته ورغلل نو دويمه چاودنه رامنځته شوه .

د نوموړي په خبره ، چې په دواړو چاودنو کې يو ترافيک ، يو پوليس او يو عام وګړى ټپيان شوي ، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

د يادو چاودنو يوتن عيني شاهد عبدالصمد پژواک اژانس ته وويل چې لومړۍ چاودنه د ترافيکو پر موټر او دويمه يې پر پوليسو شوې ، خو د تلفاتو په اړه يې بې خبري وښوده .

تراوسه ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى .

login or register a new account.