ژبه

“امريکا له افغان حکومت سره د مالي ثبات د ټينګښت په برخه کې مرسته کوي”

توسط عبدالولی یوسفزی

اگست 3, 2015 - 8:20 pm

Views: 68

کابل (پژواک ١٢ زمرى ٩٤): د امريکا متحدو ايالاتو د ٨٠٠ ميليونو ډالرو مرستې له جملې هر کال دوه سوه ميليونه ډالر د افغانستان لومړيتوبونو ته په پام سره د دولت د بوديجې له لارې لګول کېږي.

له بياورکړې پرته د دغو مرستو د سلو ميليونو ډالرو د شاملولو هوکړه ليک، نن د هېواد د ماليې وزير اکليل حکيمي او په کابل کې د امريکا متحده ايالاتونو د سفير مايکل مکينلي ترمنځ لاسليک شو.

د افغانستان د ماليې وزير وويل، ياده ٨٠٠ ميليون ډالره مرسته، امريکا ته د افغان ولسمشر د وروستي سفر په ترڅ کې اعلان شوې ده.

هغه زياته کړه: "نن له هغو ټولو يې سل ميليون ډالره، د افغانستان په ملي بوديجه کې شاملېږي او دغه مرسته به د افغان ملي حکومت لومړيتوبونو ته په پام سره ولګول شي."

د هغه په وينا، د ياد هوکړه ليک لاسليک د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د اهميت څرګندويه او د دواړو هېوادونو تر منځ د پراختيايي همکاريو د نوي فصل پيلوونکې ده.

کابل کې د امريکا سفير مايکل مکينلي وويل، امريکا متحده ايالاتونه له افغان حکومت سره د غوره مالي ټينګښت، د بې وزلۍ د راکمولو او د غوره حکومتوالۍ د رامنځته کولو په برخو کې مرسته کوي.

 

 

login or register a new account.