Language

مزار کې د لرغونو وسايلو او توکو نندارتون جوړ شو

مزارشريف (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تېرو وختونو د بېلابېلو چارو ورځني کارېدونکي لسګونه توکي نندارې ته وړاندې شول.

ياد نندارتون په مزارشريف ښار کې د دوو ورځو لپاره د رواني او ټولنيزې موسسې (IPSO) له خوا جوړ شوى دى.

د دې موسې د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې خټين او مسي لوښي، له مالوچو د تار جوړولو ماشين، مېچن، د سندرو د کېسټو غږولو ټيپونه، راډيو، ټايپيسټ ماشين، پخوانۍ کمپيوټر، د قرانکريم د تلاوت رېيل او داسې نور توکي شامل دي.

د يادې موسسې مشر مهدي نيازي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ياد نندارتون څخه موخه د تېرې زمانې د انسان په هڅو د اوسني دور انسان ته د پرمختللي ژوند د اسانتياوو برابرولو تر شا د هغوی د ستړياوو څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه نندارتون په ډاګه کوي، په اوسمهال کې چې په هر اړخيزو برخو کې کوم پرمختګونه شوي په اسانه نه دي رامنځته شوي.

د هغه په وینا، که چېرې د مېچن په اړه د اوسمهال کوم ځوان فکر وکړي، نو هېڅ به يې ونه مني چې له  دې لارې له غنمو او جوارو اوړه کېدل.

خو نيازي وويل: ((دا هم حقيقت دی چې لا هم د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې دغه وسايل چې موږ د موزيم بڼه لرو، کارول کېږي.))

نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې نورې نړۍ په ډېرو برخو کې خورا پرمختګونه کړي او اسانتياوې رامنځ ته کړې دي؛ خو په افغانستان کې لا هم د څلويښتمې لسيزې د ورځني ژوند تخنيکي وسايلو څخه کار اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، دغه وسایل چې نن نندارې ته وړاندې شوي، د بلخ او شاوخوا ولايتونو د بېلابېلو سيمو څخه يې راغونډ کړي چې ځيني يې اوس هم کارول کېدل.

login or register a new account.