مزارشريف (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د تېرو وختونو د بېلابېلو چارو ورځني کارېدونکي لسګونه توکي نندارې ته وړاندې شول.
ياد نندارتون په مزارشريف ښار کې د دوو ورځو لپاره د رواني او ټولنيزې موسسې (IPSO) له خوا جوړ شوى دى.
د دې موسې د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې خټين او مسي لوښي، له مالوچو د تار جوړولو ماشين، مېچن، د سندرو د کېسټو غږولو ټيپونه، راډيو، ټايپيسټ ماشين، پخوانۍ کمپيوټر، د قرانکريم د تلاوت رېيل او داسې نور توکي شامل دي.
د يادې موسسې مشر مهدي نيازي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ياد نندارتون څخه موخه د تېرې زمانې د انسان په هڅو د اوسني دور انسان ته د پرمختللي ژوند د اسانتياوو برابرولو تر شا د هغوی د ستړياوو څرګندول دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه نندارتون په ډاګه کوي، په اوسمهال کې چې په هر اړخيزو برخو کې کوم پرمختګونه شوي په اسانه نه دي رامنځته شوي.
د هغه په وینا، که چېرې د مېچن په اړه د اوسمهال کوم ځوان فکر وکړي، نو هېڅ به يې ونه مني چې له دې لارې له غنمو او جوارو اوړه کېدل.
خو نيازي وويل: ((دا هم حقيقت دی چې لا هم د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې دغه وسايل چې موږ د موزيم بڼه لرو، کارول کېږي.))
نوموړي زياته کړه، سربېره پر دې چې نورې نړۍ په ډېرو برخو کې خورا پرمختګونه کړي او اسانتياوې رامنځ ته کړې دي؛ خو په افغانستان کې لا هم د څلويښتمې لسيزې د ورځني ژوند تخنيکي وسايلو څخه کار اخيستل کېږي.
د هغه په وينا، دغه وسایل چې نن نندارې ته وړاندې شوي، د بلخ او شاوخوا ولايتونو د بېلابېلو سيمو څخه يې راغونډ کړي چې ځيني يې اوس هم کارول کېدل.
د مزارشريف اوسېدونکي محمد شاکر چې له ياد نندارتون څخه يې ننداره کوله پژواک ته وويل چې نن يې ډېر داسې توکي وليدل چې له مور او پلاره يې په کيسو کې اورېدلې وو.
نوموړي زياته کړه چې ممکن په نوره نړۍ کې دغه ډول توکي د ډېرو پخوانيو نسلونو سره تړاو ولري؛ خو په افغانستان کې دغه توکي يوازې پر يو تېر نسل پورې تړلي دي.
د هغه په وينا، په ننني نندارتون کې يې ډېری ليدلي توکي يا د ده د پلار او يا هم نيکه له زمانې سره يې ژور تړاو لري.
شاکر وويل: (( ښکاري چې لا هم موږ ته نړيوالو پرمختګونو ته د رسېدو لپاره ډېر مزل پاتې دی.))
مهدي نيازي وويل چې دغه نندارتون دوی د نن او پرون ورځې د نسل تر منځ د پول په توګه کاروي، چې له لارې يې د دواړو نسلونو تر منځ د پوهېدنې او درک لارې رالنډې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










