مزارشريف (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د بلخ د حج او اوقافو رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت حج ته د لېږونکو کسانو په سهم کې دې زياتوالی راشي.
د بلخ د حج او اوقافو رياست اجرائيوي مدير سيد محمد رفيق د زمري په ۲۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د بلخ د نفوس په نظر کې نيولو سره ياد ولايت ته کم سهم ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه چې بلخ د شمال زون د مرکزي ولايت حيثيت لري چې له همدې امله په کې د بېلا بېلو ولايتونو ډېر خلک مېشت دي.
د هغه په وينا، د حج او اوقاف وزارت د تګلارې له مخې هر څوک چې په کوم ولايت کې ژوند کوي، د هماغه ولايت د حج د لېږونکو سهم په برخه لري.
سيد محمد رفيق وويل چې د هېواد په کچه د بلخ ولايت سهم ۱۰۱۷ کسان دی چې بايد هر کال حج ته واستول شي.
نوموړي زياته کړه، دغه برخه په تېرو کلونو کې زياته وه؛ خو په مکه مکرمه کې د بيارغونې د چارو د پيل له امله له اسلامي نړۍ څخه سعودي ته د حج تلونکو په شمېر کې يې کمښت راوستی دی.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان په برخه کې هم ۲۰سلنه کمښت راغلی دی.
د هغه په وينا، له همدې امله د بلخ ولايت د حج د تلونکو په برخه کې ياد کمښت هم د دوی په چارو باندې منفي اغېز کړی دی.
سيد محمد رفيق وويل چې په بلخ ولايت کې د ډېرو خلکو مېشتېدنې له امله دوی د ډېرو خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ورکولی.
login or register a new account.