مزارشريف (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د بلخ د حج او اوقافو رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت حج ته د لېږونکو کسانو په سهم کې دې زياتوالی راشي.
د بلخ د حج او اوقافو رياست اجرائيوي مدير سيد محمد رفيق د زمري په ۲۶مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د بلخ د نفوس په نظر کې نيولو سره ياد ولايت ته کم سهم ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه چې بلخ د شمال زون د مرکزي ولايت حيثيت لري چې له همدې امله په کې د بېلا بېلو ولايتونو ډېر خلک مېشت دي.
د هغه په وينا، د حج او اوقاف وزارت د تګلارې له مخې هر څوک چې په کوم ولايت کې ژوند کوي، د هماغه ولايت د حج د لېږونکو سهم په برخه لري.
سيد محمد رفيق وويل چې د هېواد په کچه د بلخ ولايت سهم ۱۰۱۷ کسان دی چې بايد هر کال حج ته واستول شي.
نوموړي زياته کړه، دغه برخه په تېرو کلونو کې زياته وه؛ خو په مکه مکرمه کې د بيارغونې د چارو د پيل له امله له اسلامي نړۍ څخه سعودي ته د حج تلونکو په شمېر کې يې کمښت راوستی دی.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان په برخه کې هم ۲۰سلنه کمښت راغلی دی.
د هغه په وينا، له همدې امله د بلخ ولايت د حج د تلونکو په برخه کې ياد کمښت هم د دوی په چارو باندې منفي اغېز کړی دی.
سيد محمد رفيق وويل چې په بلخ ولايت کې د ډېرو خلکو مېشتېدنې له امله دوی د ډېرو خلکو غوښتنو ته ځواب نه شي ورکولی.
نوموړي زياته کړه چې هر کال په بلخ کې تر پنځوسو پورې کسان د بل کال د لېست لپاره پاتې کېږي.
د حج او اوقاف اجرائيوي مدير وويل چې د تېر کال په پرتله به له بلخ ولايت څخه حج ته تلونکي کسان له کمو ستونزو سره مخ وي
نوموړي زياته کړه چې پخوا دوی د دغو کسانو لپاره مناسب ځای نه درلود؛ د ورځې به حج ته تلونکو کسانو په روضه کې تېروله او د شپې به په هوټلونو کې وو.
خو د هغه په وينا، مياشت وړاندې د حج او اوقاف وزارت له خوا د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د حج ته تلونکو کسانو لپاره مرکز جوړ شو چې د استوګنې ټولې اسانتياوې په کې برابرې شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










