مزارشريف- مهترلام (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په ځينو ولايتونو کې د خپلواکۍ د نمانځلو په مناسبت غونډې وشوې چې په ترڅ کې د خپلواکۍ ساتنه د هر افغان مسووليت وبلل شو او ځيني امنيتي سرتېري په ډاليو او ستاينليکونو هم ونازول شول.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د زمري په ۲۷مه د شمال زون د ملي اردو په شاهين قول اردو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶مې کليزې د نمانځني په مناسبت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د دولتي او امنيتي چارواکو پر ويناوو سربېره د افغان ځواکونو رسم ګذشت ترسره شو او د غونډې په پای کې ځيني سرتېري په مډالونو ونازول شول.
د شاهين قول اردو قوماندان عبدالحميد حميد غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو تاريخې مخينې ته اشاره وکړه او د زمري ۲۸مه يې د افغانانو لپاره تر ټولو وياړلې ورځ وبلله.
نوموړي زياته کړه، دوی به هڅه وکړي چې د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ کار وکړي، تر هغې چې د خپلواکۍ پاس يې ساتلی وي.
د هغه په وينا، ټول افغانان د خپلې خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې او د ساتنې مسووليت لري.
د شاهين قول اردو قوماندان حميد وويل چې نور په هېواد کې دښمن په پرځېدو دی؛ د ملت او نظام تر منځ د اړيکو ټينګښت به دښمن نور هم کمزوری کړي.
نوموړي د شمال زون د فارياب، سرپل، جوزجان، بغلان، کندوز او بدخشان ولايتونو ځينې سيمې په ګوته کړې چې لا هم د نا امنۍ ښکار دي.
د هغه په وينا، د دغو ولايتو په ناامنو سيمو کې د دښمن پر وړاندې عمليات روان دي چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې ښې لاسته راوړنې لرلې.
قوماندان حميد وويل چې په تېرو پنځو مياشتو کې په يادو ولايتونو کې د دښمن ۹۹۷ کسان وژل شوي، ۶۳۸ ټپيان شوي او ۶۶ نور يې ژوندي نيول شوي دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.