مزارشريف- مهترلام (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٤): په ځينو ولايتونو کې د خپلواکۍ د نمانځلو په مناسبت غونډې وشوې چې په ترڅ کې د خپلواکۍ ساتنه د هر افغان مسووليت وبلل شو او ځيني امنيتي سرتېري په ډاليو او ستاينليکونو هم ونازول شول.
د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د زمري په ۲۷مه د شمال زون د ملي اردو په شاهين قول اردو کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶مې کليزې د نمانځني په مناسبت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د دولتي او امنيتي چارواکو پر ويناوو سربېره د افغان ځواکونو رسم ګذشت ترسره شو او د غونډې په پای کې ځيني سرتېري په مډالونو ونازول شول.
د شاهين قول اردو قوماندان عبدالحميد حميد غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو تاريخې مخينې ته اشاره وکړه او د زمري ۲۸مه يې د افغانانو لپاره تر ټولو وياړلې ورځ وبلله.
نوموړي زياته کړه، دوی به هڅه وکړي چې د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ کار وکړي، تر هغې چې د خپلواکۍ پاس يې ساتلی وي.
د هغه په وينا، ټول افغانان د خپلې خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې او د ساتنې مسووليت لري.
د شاهين قول اردو قوماندان حميد وويل چې نور په هېواد کې دښمن په پرځېدو دی؛ د ملت او نظام تر منځ د اړيکو ټينګښت به دښمن نور هم کمزوری کړي.
نوموړي د شمال زون د فارياب، سرپل، جوزجان، بغلان، کندوز او بدخشان ولايتونو ځينې سيمې په ګوته کړې چې لا هم د نا امنۍ ښکار دي.
د هغه په وينا، د دغو ولايتو په ناامنو سيمو کې د دښمن پر وړاندې عمليات روان دي چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې ښې لاسته راوړنې لرلې.
قوماندان حميد وويل چې په تېرو پنځو مياشتو کې په يادو ولايتونو کې د دښمن ۹۹۷ کسان وژل شوي، ۶۳۸ ټپيان شوي او ۶۶ نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د بلخ والي عطامحمد نور چې په ياده غونډه کې يې برخه لرله، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل چې ۹۶ کاله وړاندې د دغه وطن اصلي بچيانو خپلواکي ګټلې نو بايد وساتل شي.
نوموړي زياته کړه چې د خپلواکۍ د ساتنې دنده يواځې هغه سرتېري نه لري چې د دښمن پر وړاندې په سنګرونو کې پراته دي، بلکې ټول افغانان يې لري چې د وطن د ساتنې په خاطر له خپله ژونده هم بايد تېر شي.
هغه وويل: ((پر وطن د شهيد کېدونکي سرتېري وينه د يو رهبر، وزير، والي او نورو سره هېڅ فرق نه لري.))
نور وايي، د وطن د ساتنې لپاره بايد د افغان ځواکونو ملاتړ وشي خو د ملېشه جوړونې پر وړاندې يې غبرګون وښود.
نوموړي زياته کړه، دې ته اوس اړتيا نشته چې لا دې هم په وطن کې شخصي ملېشې په يو او بل نوم نامسووله کړنې وکړي.
د هغه په وينا، په کار ده چې د وطن د خپلواکۍ د ساتنې په موخه خپلو افغان ځواکونو ته نږدې شو او هر اړخيز ملاتړ يې وشي.
په ياده غونډه کې د دولتي او امنيتي چارواکو سربېره د ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو هم برخه اخيستې وه.
د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٦ مې کليزې په مناسبت امنيتي ځواکونه وستايل شول.
د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې په دغو مراسمو کې عبدالجبار نعيمي، ځايي امنيتي او پوځي چارواکو برخه اخيستې وه.
د لغمان والي په خپله وينا کې پر هغو وسله والو مخالفينو چې اوس هم د افغان ولس د غلامولو فکر له ځان سره لري، غږ کړى چې تېر تاريخ ته په کتو دې د دې مېړني ملت د غلامولو فکر له ذهن څخه وباسي، د سولې، ورورولۍ او امن لاره دې غوره کړي.
هغه ګواښ کړى، که دغه کار يې ونه کړ، نو برخليک به يې د هغو خلکو په څېر وي چې د افغانستان د غلامولو فکرونه يې له ځان سره قبرونه ته وړي دي.
د دغو مراسمو په پای کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ته ستاين ليکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
دغه راز د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا ولايت کې هم د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه.
دغه مراسم په ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول په مرکز کې جوړ شوي وو چې تر ډېره بريده د دغه ولايت نظامي او تر څنګ يې يو شمېر ملکي ادارو برخه اخيستې وه.
په مراسمو کې ويناوالو خبرې وکړې او د دې ورځې په مناسبت يې خپل پيغامونه وړاندې کړل او سرتېرو ته يې مبارکي وويله.
د يادې قول اردو قوماندان وويل: ((دغه ورځ زموږ نيکونو په سخته ګټلې ده او موږ يې بايد ساتنه وکړو.))
د هغه په وينا، د سرتېرو او عامو خلکو په منځ کې د هېواد ساتنې او پالنې روحيه پياوړې شوې چې دغه ټکي د امنيتي ځواکونو پر مورال ښه اغېز کړی دی.
په تندر قول اردو کې له ويناوو وروسته سرتېرو ملي اتڼونه او سازونه وکړل او دغه ورځ يې ونمانځله..
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










