Language

يوه ځوان د خپلې کورنۍ د ناسمو کړنو پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب وکړ

ګردېز (پژواک،٩وږى٩٤): د پکتيا د مرکز ګردېز ښار يو اوسېدونکى وايي، د خپلې کورنۍ د ناسمو کړنو پر وړاندې يې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

د ګردېز ښار د مهلن سيمې اوسېدونکي ٢٥ کلن خان ولي عادل، پرون مازيګر د پکتيا پوهنتون ته څېرمه خېمه وهلې او د نه خوړو اعتصاب يې کړى دى.

عادل د خپل اعتصاب په اړه د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((څلور کاله وړاندې مې وروڼو له سکه تره زامنو سره په نه خبره شخړه وکړه، چې په پايله کې يې زما دوه تنکي وروڼه ووژل شول  او دغه لانجه اوس هم دوام لري.))

هغه وايي، کورنۍ يې په دې شخړې تر اوسه ډېرې پېسې لګولي او دوى يې هم له روزګاره وېستلي ، خو هواره شوې نه ده.

ده زياته کړه: ((بالاخره خبره دا شوه، چې اوس زما وروڼه او پلار غواړي د خپلو وژل شويو زامنو غچ واخلي او له  مقابل لوري څخه دوه کسان ووژني، خو زه د دې کار مخالفت کوم او بايد داسې کار ونه شي.))

د نوموړي په وينا، پلار او وروڼو يې له تره زامنو سره زياتى کړى او د هغوى ځمکې يې هم غصب کړې دي.

هغه وويل: ((ما چې کله له خپل پلار او وروڼو څخه غوښتنه وکړه، چې زموږ د تره زامن وبښي، پر ما په قهر شول ، زه يې له کوره وشړلم او که بيا يې ورته ووايم، نو کېداى شي ومې وژني.))

د هغه په خبره، دولت هم ونه شواى کولى چې د څلورو کلونو په موده کې دغه کورنۍ شخړه هواره کړي.

ده وويل، د خپل پلار او وروڼو د بې عدالتيو پر وړاندې يې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

هغه زياته کړه، تر هغه به د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکوي، ترڅو يې غوښتنې ومنل شي او يا هم خپل ژوند د لاسه ورکړي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دښمنيو تېر شي او د ده په څېر خپلو دښمنانو ته عدالت وغواړي، ترڅو په هېواد کې د بښلو روحيه پياوړې شي.

 عادل د خپلې خېمې پر دېوال ځينې شعارونه هم لګولي دي.

login or register a new account.

Related Topics