کابل (پژواک،١٢ وږى ٩٤): د افغانستان او روسيې تر منځ دويم اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون د دواړو هېوادونو د مالي او انرژۍ چارو لوړپوړو چارواکو په شتون کې کابل کې جوړ شو.
هغه خبرپاڼه چې د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږ ل شوې ده کاږي، چې دا ناسته تېره ورځ د جمهوري رياست ماڼۍ کې ترسره شوې ده.
دا غونډه چې د افغانستان ماليې وزير اکليل حکيمي او د روسيې فدراتيف د انرژۍ وزارت مرستيال يوري سينتيورين په مشرۍ جوړه شوې وه ، دواړو لورو د خپلو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د ماليې وزارت ويلي دي چې دواړو غاړو د دوو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختيا، افغانستان ته د روسيې د پورونو بښل،د دواړو هېوادونو د هوايي ملکي چلند تر منځ د هوکړه ليک نهايي کول ، له پانګونۍ څخه ملاتړ، روسيې شرکتونو له لوري د افغانستان بازارونو ته د نفتي توکو په صادرولو کې زياتوالى او داسې نور مسايل لکه ، رغونه، انرژۍ، روغتيا، ترانسپورت، پوهنه او د فرهنګي چارو په برخه کې نظرونه تبادله کړل.
د دې خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو پلاوو، کابل کې د کور جوړونې فابريکې په عصري کولو، د افغانستان لپاره د دولتي تحصيلي بورسونو پر شمېر ډېرولو او د رغونې تصدۍ په برخه کې د روسيې پر مالي او تخنيکي همکارۍ سلا شول.
د دې ناستې په پاى کې د روسيې انرژۍ وزارت پلاوي له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه څو د افغان کارپوهانو يو پلاوى مسکو ته سفر وکړي چې د روسيې له کارپوهانو سره د داوړو هېوادونو تر منځ د سوداګريز او اقتصادي ګډ کمېسيون د کارونو ښه والي په برخه کې له نږدې کار وکړي.
د ماليې وزارت زياته کړې ده چې اټکل کېږي د دغه کمېسيون دريمه ناسته په نږدې راتلونکي کې مسکو کې ترسره شي خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.