منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۰ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د افغانستان او روسيې ګډ اقتصادي او سوداګريز کمېسيون جوړ شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

کابل (پژواک،١٢ وږى ٩٤): د افغانستان او روسيې تر منځ دويم اقتصادي او سوداګريز ګډ کمېسيون د دواړو هېوادونو د مالي او انرژۍ چارو لوړپوړو چارواکو په شتون کې کابل کې جوړ شو.

هغه خبرپاڼه چې د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږ ل شوې ده کاږي، چې دا ناسته تېره ورځ د جمهوري رياست ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

دا غونډه چې د افغانستان ماليې وزير اکليل حکيمي او د روسيې فدراتيف د انرژۍ وزارت مرستيال يوري سينتيورين  په مشرۍ جوړه شوې وه ، دواړو لورو د خپلو  هېوادونو تر منځ  د دوه اړخيزو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې وکړې.

د ماليې وزارت ويلي دي چې دواړو غاړو د  دوو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر پراختيا، افغانستان ته د روسيې د پورونو بښل،د دواړو هېوادونو د هوايي ملکي چلند تر منځ د هوکړه ليک نهايي کول ، له پانګونۍ څخه ملاتړ، روسيې شرکتونو له لوري د افغانستان بازارونو ته د نفتي توکو په صادرولو کې زياتوالى او داسې نور مسايل لکه ، رغونه، انرژۍ، روغتيا، ترانسپورت، پوهنه او د فرهنګي چارو په برخه کې نظرونه تبادله کړل.

د دې خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو پلاوو، کابل کې د کور جوړونې فابريکې په عصري کولو، د افغانستان لپاره د دولتي تحصيلي بورسونو پر شمېر ډېرولو او د رغونې تصدۍ په برخه کې د روسيې پر مالي او تخنيکي همکارۍ سلا شول.

د دې ناستې په پاى کې د روسيې انرژۍ وزارت پلاوي له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه څو د افغان کارپوهانو يو پلاوى مسکو ته سفر وکړي چې د روسيې له کارپوهانو سره د داوړو هېوادونو تر منځ د سوداګريز او اقتصادي ګډ کمېسيون د کارونو ښه والي په برخه کې  له نږدې کار وکړي.

د ماليې وزارت زياته کړې ده چې اټکل کېږي د دغه کمېسيون دريمه ناسته په نږدې راتلونکي کې مسکو کې ترسره شي خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد