مزارشريف (پژواک، ۱۳ وږی ۹۴ ) : د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د يوې غونډې په ترسره کولو افغان هستوي فزيکپوه ډاکټر رحمت الله تنها ونمانځل شو.
دغه نمانځنه، چې د بلخ ادبي خوځښت په نامه د يو فرهنګي او ټولنيز مرکز په نوښت د وږي په ۱۴مه، جوړه شوې وه، د بلخ پوهنتون استادانو، محصلينو، د بېلا بېلو مدني ټولنو غړو او عامو ځوانانو پکې برخه اخيستې وه.
ډاکټر رحمت الله تنها له۲۰۱۱تر۲۰۱۴پورې په کابل پوهنتونکې د استادۍ ترڅنګ دافغانستان اټومي انرژې کميسيون دهستوي ټکنالوژۍ مشر پاتې شوی، دم ګړۍ په المان کې د اتومي انرژۍ په برخه کې د دوکتوار په زده کړو بوخت دی.
نوموړي په دې وروستيو کې په المان کې په يو کانفرانس کې د اټومي انرژۍ په برخه کې خپلې څېړنې د پاور پاينټ او پوسټر له لارې وړاندې کړې، چې د لسګونو هېوادنو تر منځ يې لومړۍ درجه خپله کړې ده.
محمد تنها ته د دغو غوره څېړنو سند هم ورکړل شوی دی.
د ياد خوځښت د مشرتابه غړي او د بلخ پوهنتون استاد ضمير څار د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ډاکټر محمد تنها له نمانځنې څخه يې موخه ولس ته د دوی د سمو خلکو ورپېژندل دي.
نوموړي زياته کړه، چې که تاريخ لولو او او که اوس ته ګورو، ډېری وخت ځينې زورواکي او د ټوپک په زور ځای پيدا کوونکي خلک په ولس باندې د مشرانو او درنو خلکو په توګه تپل شوي دي.
د هغه په وينا ورته ناستې د سمو خلکو په پېژندنه کې له ولس سره مرسته کوي.
login or register a new account.