خوست- کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د خوست د تڼيو ولسوالۍ ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوه تړون له مخې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به خپلې لوڼې په بدو کې نه ورکوي.
د تڼيو ديني عالمانو او قومي مشرانو همدا ډول پرېکړه کړې چې د خور او لور پر سر به له درى سوه زرو افغانيو زيات ولور نه اخلي او که کوم چا له دغه تړون سرغړونه وکړه، نو په غم او ښادۍ کې به يې څوک ګډون نه کوي.
د تڼيو ولسوالۍ يوه قومي مشر حکيم ولي د وږي په ٢٤مه له پژواک خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې وويل چې په بدو کې د خور او لور ورکول او له حده زيات ولور اخيستل له اسلام مقدس دين سره په ټکر کې دي.
هغه وايي: ((د تڼيو په ولسوالۍ کې به هېڅوک په بدو کې خپلې لوڼې ورنه شي کړى او له دريو لکو افغانيو زيات ولور به وانه خلي او که چا دغه تړون ونه مانه نو له کلي او قوم څخه به شړل کېږي.))
يوې مدني فعالې کاملې اکبري پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وويل، که چېرې د خوست په نورو سيمو کې هم دا ډول قومي تړونونه وشي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په پېښو کې به کموالۍ راشي.
نوموړې وايي: ((زه د خوست د نورو سيمو له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه هم غوښتنه کوم چې په خپلو سيمو کې دا ډول تړونونه وکړي چې په دې سره به له ښځو سره تاوتريخوالی هم کم شي.))
مدني فعاله ناديه باوري بيا وايي چې زياتره ځوانان د جګ ولور د پوره کولو په موخه بهرنيو هېوادونو ته په قاچاقي لارو باندې سفرونه کوي چې په لارو کې له سختو کړاوونو سره مخ کېږي.
دې زياته کړه: ((که چېرې دا پرېکړې عملي شي، ډېر ځوانان به نورو هېوادونو ته له تګ څخه راوګرځي او له وړتياوو به يې په خپل هېواد کې ګټه واخيستل شي.))
له دې وړاندې د خوست په يو شمېر سيمو کې هم قومي مشرانو او ديني عالمان دې ورته پرېکړې کړې وې، خو د نامعلوم دليل له مخې بېرته ماتې شوې.
بلخوا کتونکي وايي، که په دې برخه کې ديني عالمان او قومي مشران په صادقانه ډول کار وکړي، نو په بدو کې د خور او لور ورکول او د جګ ولور په څېر نور ناروا رواجونه چې ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، ورو ورو له منځه ولاړ شي.
بلخوا يو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د تڼيو د يادې پرېکړې هرکلى وکړ.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار وويل چې نجونې بايد د کورنۍ د نورو غړو د جرمونو قرباني نه شي.
login or register a new account.