کندهار ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره ترنک پُل ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى چې په کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
دغه بريد د وږي په ٢٩مه، د غرمې په ١٢ بجو شوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ځانمرګي بريد کوونکي په سرف موټر کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو، غوښتل يې ترنک پُل ته څېرمه د پوليسو له امنيتي پوستې سره چاودنه ورکړي.
هغه زياته کړه، موټر د پوليسو له لوري پېژندل شوى او پر هغه يې ډزې کړي، چې له امله يې ځانمرګي هدف تر رسېدو وړاندې چاودنه کړې ده.
د ده په خبره، په چاودنه کې ځانمرګى بريد کوونکى وژل شوى، دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي.
خپلواک وايي، ټپيان ميرويس روغتون ته رسول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ميرويس روغتون يوه ډاکټر هم پژواک ته وويل چې تر دې مهاله روغتون ته درې تنه ټپيان وروړل شوي او درملنه يې پيل شوې ده.
د يوه بل خبر له مخې، د کندهار ولايت په نېش ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه سراچه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې له کبله يې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن له غرمې مخکې د يادې شوې ولسوالۍ په قندي کلي کې شوې ده.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، دغو ملکي وګړو غوښتل چې کندهار ښار ته راشي، خو په لاره کې د سړک غاړې د ماين ښکار شول.
دى وايي، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو تن ټپي شوى چې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن