خوست ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٤): د خوست ولايتي شورا له خلکو غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې د ټينګ شوي امنيت په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د دې شورا يوه غړي جانمير ځاځي پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو مياشتو کې خوست د امنيت د ټينګښت له پلوه د افغانستان له با امنه ولايتونو ګڼل کېږي.
هغه يې لاملونه د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا، اکمال او تجهيز او دغه راز په ياده برخه کې د عامو خلکو همکاري په ګوته کړل.
ځاځي زياته کړه: "موږ د ډېر ښه امنيتي وضعيت شاهدان يو. اوس خلک له ځايي دولت سره پوره همکاري لري. زموږ خلک بايد خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، چې امنيت نور هم ښه شي.‟
د يادې شورا يو بل غړي مجيب الرحمن سالم زوی ځدراڼ له پژواک اژانس سره په خبرو کې د امنيت ټينګښت د ژوندانه په هره برخه کې د پرمختګ بنسټيز رکن وباله.
ده په ځانګړي ډول د بيارغونې کارونو ته په اشارې سره وويل، هره سيمه چې نا امنه وي، اوسېدونکي يې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ وي او له ډېرو اسانتياوو محروم پاتې کېږي.
نوموړي زياته کړه: "۱۳ کاله د عليشېرو، باک او صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ د ملي پيوستون له پروګرام محرومې وې، خو اوس هلته امنيت ډاډمن شوی او ملي پيوستون هم خپل پروګرامونه پيل کړي دي.‟
د خوست د ولايتي شورا يو بل غړي کفيل ريحان په ياده برخه کې د خوست له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې له عامو خلکو سره خپل چال چلند نور هم نرم کړي.
هغه دغه راز د کورنيو چارو وزارت له مسوولينو هم غوښتنه وکړه چې د خوست ولايت لپاره د پوليسو تشکيلات زيات کړي؛ ځکه د ده په وينا په دغه ولايت کې د پوليسو اوسنی تشکيل کم دی.
login or register a new account.