مزارشريف (پژواک ١٦ تله ۹۴): د شمال زون خبريالان وايي، د سمې او پر وخت خبريالۍ لپاره د امنيتي او دولتي ارګانونو پر وخت معلوماتو شريکولو ته اړتيا لري.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د خبريالانو د انجمن په کلنۍ غونډه کې د دغه زون ځينو خبريالانو د امنيتي او دولتي ارګانونو له خوا د معلوماتو شريکولو په برخه کې جلا جلا نظرونه لرل.
په مزارشريف کې د تلې په ۱۶مه د افغانستان د شمال زون خبريالانو د انجمن کلنۍ ټاکنې ترسره شوې چې د بلخ ولايت له خبريالانو سربېره د شمال زون د سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو خبريالانو برخه په کې اخيستې وه.
محمد حسن سرداش چې په فارياب ولايت کې د طلوع تلويزون خبريال دى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د روانې ناامنۍ او د غير مسوولو وسله والو شتون له امله خبريالان له امنيتي ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي زياته کړه، پر دې ستونزو سربېره ډېری مهال امنيتي او دولتي چارواکي پر وخت د معلوماتو په شريکولو کې سستي کوي.
د هغه په وينا، دولت بايد د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو سره له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې مرسته وکړي.
خو په سمنګان کې د ملي تلويزون خبريال نورالدين نېکجو پژواک ته وويل، په وروستيو دوو کلونو کې له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې د حکومتي چارواکو چلند تر يوه ځايه د ډاډ وړ دی.
خو نوموړي هم په دغه ولايت کې د وروستيو ناامنيو له امله د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ وباله.
د هغه په خبره، په همداسې حالاتو کې د حکومتي چارواکو او خبريالانو بې پرې چارې د افغانستان په ګټه تمامېدی شي.
د افغانستان د شمال زون د خبريالانو د انجمن د نننيو کلنيو ټاکنو په پايله کې په بلخ کې د ازادۍ راديو پخوانی خبريال ګلاب شاه باور او د پژواک خبري اژانس خبريال ذبيح احساس د لوړو رايو په ګټلو د انجمن رييس او مرستيال په توګه وټاکل شول.
د دوی په ګډون د انجمن مشرتابه شورا ته ۹ نورو خبريالانو هم لاره پيدا کړه.
د دغه انجمن مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد انجمن څلور کاله وړاندې د بلخ د ځينو هڅاندو خبريالانو پر مټ جوړ شو، چې په وروستيو کلونو کې د ياد زون په فارياب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولايتونو کې يې هم رسمي څانګې پرانيستې.
login or register a new account.