منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شمال زون خبريالان: چارواکي دې معلومات پر وخت راسره شريک کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

مزارشريف (پژواک ١٦ تله ۹۴): د شمال زون خبريالان وايي، د سمې او پر وخت خبريالۍ لپاره د امنيتي او دولتي ارګانونو پر وخت معلوماتو شريکولو ته اړتيا لري.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال زون د خبريالانو د انجمن په کلنۍ غونډه کې د دغه زون ځينو خبريالانو د امنيتي او دولتي ارګانونو له خوا د معلوماتو شريکولو په برخه کې جلا جلا نظرونه لرل.

په مزارشريف کې د تلې په ۱۶مه د افغانستان د شمال زون خبريالانو د انجمن کلنۍ ټاکنې ترسره شوې چې د بلخ ولايت له خبريالانو سربېره د شمال زون د سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو خبريالانو برخه په کې اخيستې وه.

محمد حسن سرداش چې په فارياب ولايت کې د طلوع تلويزون خبريال دى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د روانې ناامنۍ او د غير مسوولو وسله والو شتون له امله خبريالان له امنيتي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، پر دې ستونزو سربېره ډېری مهال امنيتي او دولتي چارواکي پر وخت د معلوماتو په شريکولو کې سستي کوي.

د هغه په وينا، دولت بايد د هېواد اوسنيو حالاتو ته په کتو سره له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې مرسته وکړي.

خو په سمنګان کې د ملي تلويزون خبريال نورالدين نېکجو پژواک ته وويل، په وروستيو دوو کلونو کې له خبريالانو سره د معلوماتو شريکولو په برخه کې د حکومتي چارواکو چلند تر يوه ځايه د ډاډ وړ دی.

خو نوموړي هم په دغه ولايت کې د وروستيو ناامنيو له امله د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ وباله.

د هغه په خبره، په همداسې حالاتو کې د حکومتي چارواکو او خبريالانو بې پرې چارې د افغانستان په ګټه تمامېدی شي.

د افغانستان د شمال زون د خبريالانو د انجمن د نننيو کلنيو ټاکنو په پايله کې په بلخ کې د ازادۍ راديو پخوانی خبريال ګلاب شاه باور او د پژواک خبري اژانس خبريال ذبيح احساس د لوړو رايو په ګټلو د انجمن رييس او مرستيال په توګه وټاکل شول.

د دوی په ګډون د انجمن مشرتابه شورا ته ۹ نورو خبريالانو هم لاره پيدا کړه.

د دغه انجمن مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد انجمن څلور کاله وړاندې د بلخ د ځينو هڅاندو خبريالانو پر مټ جوړ شو، چې په وروستيو کلونو کې د ياد زون په فارياب، سرپل، جوزجان او سمنګان ولايتونو کې يې هم رسمي څانګې پرانيستې.

نوموړي زياته کړه، انجمن په تېرو څو کلونو کې د خبريالۍ اړوند لسګونه ورکشاپونه، د خبر رسونې په موخه خبريالانو ته د زرګونو پيغامونو استولو او د بلخ ولايت د خبريالانو د هراړخيزو ستونزو په حل کې ښه ګامونه پورته کړي دي.

سميرا فيضي چې د انجمن په نننيو ټاکنو کې يې رهبرۍ شورا ته لار پيدا کړه، پژواک ته وويل، چې ټاکنې په پوره روڼتيا ترسره شوې.

نوموړې زياته کړه، هڅه به وکړي چې په جوزجان کې د شمال زون د خبريالانو د انجمن له نورو غړو سره په ګډه د دغه ولايت د خبريالانو د ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور