ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ملګرو ملتونو د يوه مهم کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ

افغانستان د ملګرو ملتونو د يوه مهم کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ

author avatar
23 Oct 2015 - 10:24
افغانستان د ملګرو ملتونو د يوه مهم کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ
author avatar
23 Oct 2015 - 10:24

واشنګټن ( پژواک،د لړم لومړۍ نېټه ٩٤ ) : له درېيو لسيزو وروسته د لومړي ځل لپاره افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان د يوه کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړى دى.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د دفتر له خوا د لړم په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان د راتلونکو درېيو کلونو لپاره ددغې ادارې د اقتصاد او ټولنيز کمېسيون (ECOSOC) غړى ټاکل شوى دى.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي محمود صيقل ويلي چې افغانستان د عمومي اسامبلۍ د غړو د رايو په اکثريت د ياد کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړى دى .

د هغه په وينا، دا درېيم ځل دى چې افغانستان ددې کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړى، تر دې وړاندې په ١٩٥٦، او ١٩٧٦ زېږديز کلونو کې افغانستان ددې کمېسيون غړيتوب درلود.

صيقل ويلي : (( ددغه کمېسيون  له غړيتوب ترلاسه کولو سره افغانستان دا چانس لري چې د غربت او بې وزلې په له منځه وړلو کې له نړيوالو سره ګډې هڅې ترسره کړي او ددې کمېسيون په چوکاټ کې دوامداره پرمختګونه ترلاسه شي.))

هغه زياته کړې چې افغانستان په ٢٠٠٩کال کې ددې کمېسيون د غړيتوب لپاره خپله عرض پاڼه ورکړې وه چې په ٢٠١٤ کال کې يې غړيتوب ترلاسه کړي خو دغه غړيتوب يې د ٢٠١٦کال لپاره  ومنل  شو .  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.