پل علم (پژواک، ٥ لړم ۹۴): وسله والو طالبانو د لوګر په دوو ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبري ستانکزي د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې ٣٤٠٠ نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځو کې ٨ لېسې، ٦ منځني او ٨ لومړني ښوونځي شامل دي.
دغه راز هغه وويل چې وسله والو طالبانو په يادو ولسواليو کې د ځينو دارالحفاظونو او مدرسو ښوونکو ته ګواښ کړى چې د مياشتنې تنخوا په ګډون به له حکومت څخه هېڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي.
هغه زياته کړه: ((د ديني زده کړو ښوونکو ته يې ويلي چې خپلې ټولې اړتياوې دې له ولس څخه په چندو پوره کړي که له حکومته يې د معاش ترڅنګ کومه مرسته ترلاسه کړه نو دارالحفاظونو او مدرسو دروازې به يې وتړي.))
نوموړي وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د دیني مدرسو او دارالحفاظونو ښوونکو ته د شوو ګواښونو له امله اوس مهال په يادو ولسواليو کې د دیني زده کړو بهیر هم ټکنى شوی دى.
ستانکزى وايي چې څو ځلې يې د قومي مشرانو له لارې هلې ځلې کړې خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.
د بره کي برک ولسوالۍ د کتب خېلو سيمې اوسېدونکي عبدالباسط پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.
هغه وایی: ((د طالبانو په دغه کار سره يواځې زموږ له کور نه اته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.))
د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي اوسیدونکي سید بلال پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو يو شمېر ښوونځي تړلي خو حکومت تر اوسه پر دې نه توانېدلې چې دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.
هغه زياته کړه: ((د طالبانو دا کار له حکومت سره نه، بلکې له ملت سره دښمني ده.))
خو د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په دې ولسواليو کې طالبانو يواځې له څلورم ټولګې نه د پورته زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن