منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.و
۱۱°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

طالبانو په لوګر کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

پل علم (پژواک، ٥ لړم ۹۴): وسله والو طالبانو د لوګر په دوو ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبري ستانکزي د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو په بره کي برک او څرخ ولسواليو کې د نجونو ٢٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې ٣٤٠٠ نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو ښوونځو کې ٨ لېسې، ٦ منځني او ٨ لومړني ښوونځي شامل دي.

دغه راز هغه وويل چې وسله والو طالبانو په يادو ولسواليو کې د ځينو دارالحفاظونو او مدرسو ښوونکو ته ګواښ کړى چې د مياشتنې تنخوا په ګډون به له حکومت څخه هېڅ ډول مرسته نه ترلاسه کوي.

هغه زياته کړه: ((د ديني زده کړو ښوونکو ته يې ويلي چې خپلې ټولې اړتياوې دې له ولس څخه په چندو پوره کړي که له حکومته يې د معاش ترڅنګ کومه مرسته ترلاسه کړه نو  دارالحفاظونو او مدرسو دروازې به يې وتړي.))

نوموړي وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د دیني مدرسو او دارالحفاظونو ښوونکو ته د شوو ګواښونو له امله اوس مهال په يادو ولسواليو کې د دیني  زده کړو بهیر هم  ټکنى شوی دى.

ستانکزى وايي چې څو ځلې يې د قومي مشرانو له لارې هلې ځلې کړې خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

د بره کي برک ولسوالۍ د کتب خېلو سيمې اوسېدونکي عبدالباسط پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.

هغه وایی: ((د طالبانو په دغه کار سره يواځې زموږ له کور نه اته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.))

د څرخ ولسوالۍ د پنګرام کلي اوسیدونکي سید بلال پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نجونو يو شمېر ښوونځي تړلي خو حکومت تر اوسه پر دې نه توانېدلې چې دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو دا کار له حکومت سره نه، بلکې له ملت سره دښمني ده.))

خو د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په دې ولسواليو کې طالبانو يواځې له څلورم ټولګې نه د پورته زده کوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

دى وايي چې والي او نور چارواکي هڅې کوي تر څو هر څه ژر ياد ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي پژواک ته وویل چې طالبانو د نجونو د ښوونځيو په تړل کېدو سره وښوده چې له ولس سره دښمني کوي.

د ستانکزي په وينا، ولايتي شورا له ولايت سره يو ځاى هڅې کوي تر څو تړل شوي ښوونځو د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د يادو ښوونځو د تړل کېدو په اړه له طالبانو سره اړيکه ټينګه نه شوه.

خو تر دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي چې طالبان هېڅ وخت د زده کوونکو پر مخ ښوونځي نه تړي.

په لوګر ولايت کې ٣٠٤ ښوونځي او مدرسې فعالې دي چې په دې ښوونځيو او مدرسو کې شاوخوا ١٤٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې له دې شمېر څخه ٥٠ زره يې نجونې دي.

د يادونې ده، له يادو ښوونځو څخه ١١٧ يې اوس هم ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه