کندوز (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د پوهنتون يو محصل وايي چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو پر مهال هوډ کړى و چې دى ووژني، خو له زياتو زاريو وروسته يې ګوته ورپرې کړه.
د کندوز ښار د تلې مياشتې په ٦مه نېټه د طالبانو لاس ته ورغى، طالبان پر دغه ښار درې ورځې واکمن وو، خو وروسته د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دا ښار په تدريجي ډول د دولت تر ولکې لاندې راغى.
دې جګړې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته له درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره ملکي خلکو ته هم ګڼ مالي او ځاني زيانونه واړول او حتى ځينو خلکو ته يې روانې ستونزې پيدا کړې دي.
د بدخشان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل عبدالقدوس يو له هغو ځوانانو دى چې ګوته يې د طالبانو له خوا پرې شوې ده.
هغه وايي چې د رخصتۍ لپاره کندوز ښار ته راغلى و، د کندوز ښار د نيولو په څلورمه ورځ د طالبانو لاس ته ورغى، اړ شو چې بدخشان ته ولاړ شي، خو د کندوز ښار د خان اباد بندر په سيمه کې د طالبانو د تلاشۍ له پوستې سره مخ شو.
دا ځوان چې په خپه او نيولي غږ يې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((له چوک نه سل متره لرې د خان اباد بندر خوا ته په موټر کې روان وم، د طالبانو له دوو پوستو تېر شوم، خو درېيمې پوستې موږ ټول له موټر نه ښکته کړو، طالبانو ويل، له کوم ځاى نه راغلئ او چېرته ځئ؟ ومو ويل، بدخشان ته ځو، له ما يې پوښتنه وکړه چې تذکره دې راکړه، ورته ومې ويل، نه يې لرم.))
عبدالقدوس زياته کړه چې يوه طالب د ده د څنګ له ملګري پوښتنه وکړه چې څه کار کوي؟ هغه وويل چې هټۍ وال دى، له هغه يې وپوښتل چې دا ځوان څه کار کوي؟ ويې ويل، محصل دى، ويل يې چې د دولت کس يې موندلى! هغه عذر وکړ، خو ويې نه مانه.
هغه وويل: ((طالبانو ويل چې ښکته شه، ډېرې خبرې مه کوه، ښکته شوم، زه يې خپل مشر ته ور وستم. هغه امر وکړ چې سر يې بېل کړئ، زه يې يوه ژور ځاى ته بوتلم، څلورو کسانو کلک ونيولم، سختې زارۍ او عذر مې وکړ چې مه مې وژنئ، د يوه کروندګر زوى يم، له دولت سره کار نه کوم، يو ماشوم لرم، که غواړئ له تاسو سره پاتې کېږم.))
دغه محصل زياته کړه چې په منځ کې يې يوه بل کس چې د کندوز اوسېدونکى و، ده ته وويل چې رښتيا هم بې ګناه يې؟ ومې ويل، که چېرې جرم پرې ثابت شو، نو هر ډول مجازاتو ته چمتو دى. هماغه وو چې طالب چاړه په تيزۍ سره کش کړه او د ده د ښي لاس يوه ګوته په ځمکه ولوېده.
عبدالقدوس زياته کړه، له راخوشي کولو وروسته يې ګوته په رومال وتړله او ځان يې يوه خوندي ځاى ته ورساوو.
هغه وويل، له هغې ورځې تر اوسه پورې يې په وجود کې د وېرې او وحشت احساس نغښتى او نه شي کولى چې نور د تحصيل لپاره پوهنتون ته ولاړ شي. کله چې چاړه ويني نو بې هوښه کېږي. له کوره نه شي وتلى او حتى پلار يې بهر ته ورسره ځي، خو بيا هم کندوز ښار ته چې ډېره موده وړاندې له طالبان پاک شوى، هېڅ نه شي تللى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP