Language

په پکتيا کې د وسله والو له خوا نيول شوي ملکي وګړي بېرته خوشي شوي

ګردېز (پژواک، ٢١ لړم ٩٤): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي بېرته خوشي کړي دي.

د سيد کرم ولسوال نيازمحمد خليل پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې وسله والو طالبانو د دې  ولسوالۍ ١٢ اوسېدونکي له ځان سره نا معلوم لوري ته بيولي دي.

د ولسوال په خبره چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه يې له قومي مشرانو سره يو ځاى هڅې پيل کړې دي.

خو د پکتيا د والي وياند نقيب الله اتل نن (د لړم ٢١مه) پژواک ته وويل چې د يادو کسانو شمېر ١٢ نه، بلکې ٦ تنه و.

اتل وايي چې طالبانو ياد شپږ تنه نن له غرمې مخکې بېرته خوشي کړي او خپلو کورونو ته رسېدلي دي.

وسله والو طالبانو د يادو کسانو د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ويلي خو تېره ورځ يوه سيمه ييز طالب د نوم د نه ښودو په شرط پژواک ته ويلي وو چې طالبانو تېر ماښام ١٢ ملکي وګړي نه، بلکې سيمه ييز پوليس نيولي دي.

د سيدکرم ولسوالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي نيولي دي چې ځيني يې بيا د قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته راخوشي شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics