خوست (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي چې په دغه زون کې د تېر کال په پرتله له ښځو سره د تاوتريخوالي په پېښو کې ۷ سلنه زياتوالی راغلی دی.
دغه څرګندونې د ياد دفتر مسوولينو نن په خوست ولايت کې په هغې غونډې کې وکړې چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه.
د دغه دفتر د ښځو د حقونو څانګې مسوولې زرمينې شمس وويل، د روان لمريز کال له پيله تر اوسه په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ۱۵۳ پېښې ثبت شوې دي.
هغې زياته کړه، د تېر کال په همدې موده کې له ښځو سره د زورزياتي د ثبت شوو پېښو شمېر کم و.
شمس د زده کړو او عامه پوهاوي د کچې د ټيټوالي تر څنګ له ښځو سره د زورزياتي د پېښو د زياتېدو بل ستر لامل د دې ډول پېښو عاملينو ته د قضايي ارګانونو له لوري جزا نه ورکول بولي.
هغې وويل: ((د معافيت قانون بايد له منځه ولاړ شي، هغه څوک چې له ښځو سره زياتی کوی، بايد مجازات شي؛ له مشرانو غوښتنه کوو چې په محاکمو او څارنواليو کې د دا ډول پېښو په اړه مداخله ونه کړي.))
د بشري حقونو د دې مسوولې په وينا، له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي په ثبت شوو پېښو کې ځان وژنه، قتل، په بدو کې د نجونو ورکړه، له کوره تېښته او ځينې نورې پېښې شاملې دي.
زرمينه شمس وايي: ((ځان وژنه کمه شوې، خو قتلونه، وهل ټکول او نورې پېښې ډېرې شوې دي. په وهلو ټکولو کې د ښځو لاسونه او پښې هم مات شوي دي.))
د خوست د ولايتي شورا غړې زهرې جلال پژواک اژانس ته وويل، د دې ستونزې د بنسټيز هواري لپاره دې ملا امامان او عالمان پراخ تبليغات وکړي.
هغه زياتوي، خلکو ته دې د اسلام له نظره له ښځو سره د چال چلند او د هغو د حقونو په اړه معلومات ورکړل شي او هم دې ښځينه وو ته د زده کړو پوره زمينه برابره شي.
نوموړې وويل: ((زما په نظر د تاوتريخوالي عمده لاملونه لوړ ولور او په زور ودونه دي. دې ته بايد د قومي جوړښتونو پر بنسټ د حل لارې چارې ولټول شي.))
د خوست د ښځو چارو رييسه ډاکتره ملالۍ ولي وايي، که د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي، له ښځو سره د زورزياتي په مخنيوي کې ډېره مرسته کولای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن