Language

د تخار ځینې ولسوالۍ د پرمختيايي او بيارغونې له پروژو بې برخې پاتې دي

تالقان (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د تخار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دوى په سيمو کې پرمختيايي چارې نه دي ترسره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د تخار د نمک اب ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الرحمن د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې او پرمختيايي چارو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

 دى وايي: ((زموږ د ولسوالۍ پرمختيايي چارو ته سيمه ييزو او حکومتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازو هېڅ پاملرنه نه ده کړې.))

حبيب الرحمن د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ ډېرى سړکونه ويجاړ دي، ښوونځي او کلينيکونه يې ودانۍ نه لري او د اوبو او برېښنا بندونه يې هم نه دي جوړ شوي.

دغه راز د تخار د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي معلم سعدالله هم پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې د رغونې چارې نه دي ترسره شوې.

هغه وايي: ((هغه ولسوالۍ چې په ولسي جرګه کې استازي لري ورته پاملرنه شوې او نورو ته نه ده شوې.))

ده وويل چې په چاه اب ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې هم ډېرې نه دي خو د چارواکو له لوري ورته اړينه پاملرنه نه کېږي.

دى وايي چې د چاه اب ولسوالۍ اوسمهال د سړکونو جوړونې، د څښلو اوبو څاګانو، کانالونو، ښوونځيو او  کلينيکونو ته جدي اړتيا لري.

د تخار د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په تخار کې د مدنې ټولنې غړى سيد منيراحمد هدف پژواک ته وويل چې حکومت بايد په ټولو ولسواليو کې يو شان پرمختيايي چارې ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((د ولسواليو تر منځ د انډول لپاره بايد په هغو سيمو کې چې موسسو کار نه دى کړى دولت له خپلې بوديجې کار وکړي.))

ده هم وويل چې په نمک اب، چاه اب او اشکمش ولسواليو کې د پام وړ پرمختيايي کارونه نه دي ترسره شوي نو حکومت ته په کار ده چې په دې سيمو کې پرمختيايي چارې ترسره کړي.

login or register a new account.

Related Topics