تالقان (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): د تخار د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دوى په سيمو کې پرمختيايي چارې نه دي ترسره شوې او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د تخار د نمک اب ولسوالۍ اوسېدونکي حبيب الرحمن د ليندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې او پرمختيايي چارو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
دى وايي: ((زموږ د ولسوالۍ پرمختيايي چارو ته سيمه ييزو او حکومتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازو هېڅ پاملرنه نه ده کړې.))
حبيب الرحمن د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ ډېرى سړکونه ويجاړ دي، ښوونځي او کلينيکونه يې ودانۍ نه لري او د اوبو او برېښنا بندونه يې هم نه دي جوړ شوي.
دغه راز د تخار د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکي معلم سعدالله هم پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې يې د رغونې چارې نه دي ترسره شوې.
هغه وايي: ((هغه ولسوالۍ چې په ولسي جرګه کې استازي لري ورته پاملرنه شوې او نورو ته نه ده شوې.))
ده وويل چې په چاه اب ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې هم ډېرې نه دي خو د چارواکو له لوري ورته اړينه پاملرنه نه کېږي.
دى وايي چې د چاه اب ولسوالۍ اوسمهال د سړکونو جوړونې، د څښلو اوبو څاګانو، کانالونو، ښوونځيو او کلينيکونو ته جدي اړتيا لري.
د تخار د يو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په تخار کې د مدنې ټولنې غړى سيد منيراحمد هدف پژواک ته وويل چې حکومت بايد په ټولو ولسواليو کې يو شان پرمختيايي چارې ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((د ولسواليو تر منځ د انډول لپاره بايد په هغو سيمو کې چې موسسو کار نه دى کړى دولت له خپلې بوديجې کار وکړي.))
ده هم وويل چې په نمک اب، چاه اب او اشکمش ولسواليو کې د پام وړ پرمختيايي کارونه نه دي ترسره شوي نو حکومت ته په کار ده چې په دې سيمو کې پرمختيايي چارې ترسره کړي.
ده پر حکومت تور پورې کړ چې د شخصي سليقو له مخې په ولسواليو کې پرمختيايي چارې ترسره کوي.
خو د تخار مرستيال والي محمدفريد ذکي پژواک ته وويل، د هغو پروژو مالي لګښت چې د حکومت له بوديجې ورکول کېږي، د ولسواليو تر منځ انډول په پام کې نيول شوى دى.
خو هغه وايي چې نا دولتي موسسو د ولسواليو تر منځ انډول په پام کې نه دى نيولى چې خلک يې شکايت کولو ته اړ کړي دي.
ذکي وايي چې نا دولتي موسسې په هغو سيمو کې ډېرې پروژې پلې کوي چې امنيت ټينګ وي او خلک يې د پروژې د پلي کېدو لپاره لېوالتيا ولري.
هغه د بېلګي په توګه وويل: ((څه موده وړاندې موږ پلان درلود چې په نمک اب ولسوالۍ کې يو ښوونځی جوړ کړو، ١٣لکه ډالرو ته اړتيا وه خو که هماغه مکتب په تالقانو کې جوړ کړو نو بيا په څلور لکو جوړېږي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، يوه پخه خښته په تالقانو کې په درې افغانۍ خو په نمک اب کې بيا په ١٣ افغانيو ده.
د تخار مرستيال والي وويل چې د پلان له مخې به په هغو سيمو کې هم پروژې پلې شي چې ډېره اړتيا ورته ليدل کېږي.
چاه اب، اشکمش او نمک اب د تخار ولايت تر ټولو وروسته پاتې، خو فرخار، ورسج، کلفګان او بنګي بيا تر ټولو پرمختللې ولسوالۍ دي.
تخار ولايت په ټوليزه توګه ١٦ ولسوالۍ لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










